لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل د پل څرخي زندان د پخواني چارواکي په ضد په هالېنډ کې مقدمه شروع شوې ده

د ای پي ترمخه سرکاري وکیلان (څارنوالان) وايي عبدالرازاق رفیف د 1983 نه تر د 1990 پورې د پل څرخي یو کمانډر او د سیاسي څانګې مشر و او په دغه وخت کې د افغانستان د کمیونسټ حکومت په زرګونو مخالفین بغیر د منصافه مقدمو د کلونو راهسې په زندان کې پراته وو.

د کابل په پل څرخي زندان کې سیاسي قیدیانو سره د مبینه بدسلوکۍ په سر د زندان د يو پخواني چارواکي په ضد د هالېنډ په هېګ ښار کې عدالت مقدمه شروع شوي ده.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه په 76 کلن عبدالرازاق رفیف الزام دی چې د 1980 په لسیزه کې په پل څرخي زندان کې د سیاسي قیدیانو سره یې په مبینه توګه غیر انساني سلوک کولو. د هغه مقدمه د شورو، چهارشنبې، په ورځ شروع شوه.

د ای پي ترمخه مشکوک تن د عدالت ججانو (قاضیانو) ته وویل چې په هغه مقدمه د غلطې پیژندګلو په بنیاد شروع کړی شوې ده او دی هغه تن نه دی چې دوی یې ګڼي. "زه هغه تن نه یم چې تاسو ګڼئ چې زه یم."

پولیس ویلي په افغانستان کې د اوسېدو په وخت د ملزم نوم عارف و.

په مشکوک تن قیدیانو سره په مبینه توګه د غیر انساني سلوک او خلک د ازادۍ نه د محرومه کولو په رسمي الزام مقدمه شروع کړی شوې ده او که چېرې دغه الزامات پې ثابت شي نو 20 کاله د قید سزا ورکړی کېدی شي.

د ای پي ترمخه سرکاري وکیلان (څارنوالان) وايي عبدالرازاق رفیف د 1983 نه تر د 1990 پورې د پل څرخي یو کمانډر او د سیاسي څانګې مشر و او په دغه وخت کې د افغانستان د کمیونسټ حکومت په زرګونو مخالفین بغیر د منصافه مقدمو د کلونو راهسې په زندان کې پراته وو.

په پل څرخي زندان کې د حالاتو په اړه د عېني شاهدینو بیانونه چې په عدالت کې لوستل شوي وو، وايي په زندان کې په خلکو تشدد عامه خبره وه، قیدیان به وهل کېدل، نوکونه به یې وېستل کېدل، کله کله به قیدیانو ته د بجلۍ شاټونه ورکړی کېدل او د قیدیانو د بندي ساتلو ح چاپېریال به صفا نه و.

یو ګواه په خبل لیکل شوي بیان کې وویل په کومو حالاتو کې چې دوی په پل څرخي زندان کې ساتل شوي وو په داسې حالاتو کې څوک ځناور هم نه ساتي.

د ای پي د رپورټ ترمخه د هالېڼد تحقیق کوونکو د دنیا مختلفو برخو ته سفرونه کړي چې د عیني شاهدینو او د پل څرخي په زندان کې د تشدد ځپلو خلکو سره د مقدمې دپاره مرکې وکړي او بیانونه یې قلم بند کړي.

د مشکوک تن مقدمه په هالېنډ کې ځکه کېږي چې هغه په 2001 کې هالېنډ ته تللی او په مبینه توګه یې په غلط نوم یې د هغه ځای شهریت ترلاسه کړی دی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د پېنځو بچو پلارې د هالېنډ په کرکرېډ ښار کې په 2019 د خپل کور نه نیول شوی او د دغه وخت راهسې په زندان کې پروت دی.

حکومتي وکیل یا څارنوال مېریم بلوم ای پي ته وویل دا ضروري خبره ده چې د دغو سنګینو جنګي جرمونو په سر مقدمه وچلول شي د دې باوجود چې دغه جرمونه څومره موده وړاندې ترسره شوي دي. "مونږ نه غواړوو چې هالېنډ دې د جنګي مجرمانو دپاره د پناه ځای وي، که دغه جرمونه څومره مخکې شوي وي او د هالېنډ نه څومره لري وو."

ای پي وايي دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې ترسره شویو جنګي جرمونو مقدمه په هالېنډ کې کولی شي.

په 2008 کې د هالېنډ سپریم کورټ په هېګ کې د زېلي عدالتونو هغه سزاګانې په ځای وساتلي چې د افغانستان د استخباراتو دوو مامورینو ته یې د تشدد په سر ورکړی شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG