لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نیویارک کې د نوي کال په شپه په پولیس حمله د اسلامي انتهاپسندۍ سره تړلې پېښه بلل کېږي


د رپور‌ټ ترمخه، اېف بي ای دا تعین وکړو چې برېکفورډ په افغانستان کې جنګېدل غوښتل. د ملک نه د هغه د بهر تګ مخه نیولو دپاره اېف بي ای هغه د خپلې څارنې دلاندې وساتلو
د رپور‌ټ ترمخه، اېف بي ای دا تعین وکړو چې برېکفورډ په افغانستان کې جنګېدل غوښتل. د ملک نه د هغه د بهر تګ مخه نیولو دپاره اېف بي ای هغه د خپلې څارنې دلاندې وساتلو

د امریکې په نیویارک ښار کې د نوي کال په شپه په دریو پولیس افسرانو حمله کې په مشکوک 19 کلن تن د اقدام قتل الزام لګول شوی دی او چارواکي دغه حمله د اسلامي انتهاپسندۍ پېښه بللي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د نیویارک پولیس د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په پولیس حمله د ټایمز سکوېیر سره نژدې شوي په داسې حال کې شوې چې خلک د نوي کال د هرکلي دپاره ټایمز سکوېیر کې جمع کېدل.

د نیویارک ښار پولیس د مشکوک حمله کونکي شناخت د ټرېور برېکفورډ په نوم تن کړی چې د امریکې د مېن ریاست اوسېدونکی دی او نیویارک ته ورغلی و.

روېټرز وايي پولیس دا نه دي ویلي چې برېکفورډ په څه غرض په پولیس حمله کړې خو ټایمز په خپل رپورټ کې ویلي مشکوک تن اسلامي انتهاپسندۍ تحریک کړی و.

ټایمز وویل برېکفورډ په تېر کال یو نیم کې اسلام قبول کړی و او اخبار د یو چارواکي له قوله وویل ممکنه ده چې په هغه د ترهګرۍ فرد جرم هم ولګول شي.

په حمله کې زخمي شوي درې واړه پولیس افسران د درملنې وروسته د هسپتال نه فارغ کړی شوي دي.

یو پولیس افسر حمله کونکي په ډوزو ووېشتلو او ګرفتار یې کړو.

د ټایمز د رپورټ ترمخه برېکفورډ په یوه کتابچه کې د خپلې کورنۍ دپاره الوداعي خط لیکلی و او مور یې مخاطب کړې او ورته وايي چې ویرېږي چې هغه (مور به یې)الله ته پښېمانه نه شي. هغه زیاتوي چې ګمان کوي چې مور بې ایمان راوړي او دا ډول به هغه د اور نه وساتل شي.

د اخبار د رپورټ ترمخه د برېکفورډ یو ورور د امریکې په پوځ کې دی او د هغه په اړه په خپل خط کې لیکي چې د "دښمن یونیفارم" درېشي یې اغوستې ده.

د امریکي ای بي سي ټېلې وژن د رپورټ ترمخه د برېکفورډ مور تحقیقاتي ادارې اېف بي ای سره دا تشویش شریک کړی و چې زوی یې د تندلاربتوپ په لوري روان شوی دی او تېره میاشت د اېف بي ای چارواکو په مېن کې د برېکفورډ سره خبرې وکړې.

د رپور‌ټ ترمخه، اېف بي ای دا تعین وکړو چې برېکفورډ په افغانستان کې جنګېدل غوښتل. د ملک نه د هغه د بهر تګ مخه نیولو دپاره اېف بي ای هغه د خپلې څارنې دلاندې وساتلو.

یادونه: د دې رپورټ معلومات د روېټرز او د ای بي سي چېنل نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG