لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوي کال هر کلي له په لکونو سیلانیان د نیویارک ټایمز سکويرته رسیدلي دي


د امریکا نیویارک ښار ته سږکال هم د نوي کال د هرکلي لپاره د نړۍ د گوټ گوټ نه په زرگونو سیلانیان رارسیدلي دي.د نیوایئر نائټ یا دنوي کال ستره دستوره به نن شپه د نیویارک په ټایمز سکویر کې کیږي.

د نړۍ نه راغونډ شوي سیلانیان اوځايي امریکایان په دې شپه په دې سکویر کې د تاریخي بال د راغورځیدلو سره سم د نوي کال پیل په رقصونو او خوندونو کوي او یو بل ته د نوي کال امبارکۍ ورکوي.

د رنگونو او پړک پړوک نہ ډک ځلیدونکې دغه بال د شپې پوره دولس بجې د کاونټ ډاون یعني د لسو نه تر یو پورې شمار سره سم ښکته راغورځیدل شورو کیږي او هم دې سره سم د نوي کال ځانگړې دستوره پای ته ورسي. دبال د راغورځیدلو نه وړاندې د رقص او موسيقۍ خوندور مرکزي محفل په ټایمز سکوایر کې او د سونو په شمېره کې واړه واړه محفلونه په ټول ښار کې روان وي.

د ټایمز سکویر د ځانگړې دستورې "بال ڈراپ" شورو په کال ۱۹۰۷ کې د نیو یارک ټایمز اخبار نوي وداني ته د منتقل کیدلو په وخت شوې وه.

د امریکايي مطبوعاتو تر مخه دا دستوره د نړۍ په گڼ شمېر ملکونو کې پہ کروړونو خلق پہ خپلو کورونو کی د ټيلي وژن چینلو د لارې گوري خو دې غونډې ته نزدې د لسو لاکھو پوری خلق په خپله رسي. خاص مرکز ته د رسیدلو لپاره سیلانیان د دولسو ساعتو نه هم زیات انتظار په کتارونو کې کوي.

د نیویارک ټایمز سکویر د نړۍ د غټو غټو ادارو د مشهورتیاگانو د ښودلو لپاره هم مشهور دی. د نوي کال په شپه په دې مرکز کې غټې غټې کمپنۍ د نوو توکو (پراډکټس) پرانسته هم دلته کوي. دلته د ټي وي د پردو(سکرينز) رنړاگانې او رنگونه تر لرې لرې پورې لیدل کیږي او خلق ورسره عکسونه اخلي.

په ټایمز سکوایر کې یو سیلاني کارلس وي او ای ته وویل چی پہ خپل ژوند کې به پہ اول ځل د بال ډراپ ننداره کوي، هغه وویل "دې ماحول نہ ډیر خوند اخلم او د نوي کال پہ راتگ ډیر خوشاله یم"

​دلته لیدل کیږي چې د نوي کال د دستورې پہ وخت د امنيت ساتلو لپاره ټینگ گامونہ پورتہ شوي دي. گیر چاپېر زیاتره لارې تړل شوي دي خلق د ېوې مرکزي لارې ټائمز سکویر تہ داخېلږي.

امنيت ساتونکي په اسونو سواره لیدل کیږي، د ځیني سره سپي "سنپر ډاگ" او ځيني د کیمرو د لارې څارنه کوي خو اولس ته د امنيت د لاسه څه ستونزه نه وي او خلق د خپلې خوښې وخت تیروي.

په ټایمز سکویر کې د برازیل، چین ، جاپان ، کنیډا ، لندن ، فرانس، یورپ، پاکستان او ہندوستان د سیلانیانو نه وي او ای وپوښتل چې تر ټولو زیات یې څه خوښ شول نو د زیاترو ځواب وو ټول ښار ښایسته دی خو دوي بال ډراپ ته په تمه دي. ځيني سیلانیانو وویل پہ هوټلونو کې نرخونه ختلي دي. د یوی شپی کرایه د 400 ډالرو نه تر600 ډالرو پورې ده خو مشهورې هوټلې په زرگونو ډالرو کې دي. خو کومو سیلانیانو چې پیشگي د انټرنیټ د لارې یعني ان لاین هوټلې نیولې وې هغويي ویل چې نرخونه مناسبه وو.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG