لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

  په نیویارک کې مېشت افغانان د وطن په اړه ناامیدي څرګندوي


په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو شپږ میاشتې وشوې خو په نړیواله کچه یې حکومت نه دی منل شوی، او په امريکا کې مېشت افغانان د وطن په اړه د نااميدۍ څرګندونه کوي.

په امريکا کې مېشت افغانان وايي ملک یې د اقتصادي، مالي او د یو شمېر نورو ستونزو سره مخامخ دی.

د امریکې په نیویارک ښار کې مېشت شېر جان وايي طالبان باید هغه شرايط ومني چې په رسمیت د پيژندلو دپاره ترې نړۍ غوښتنه کوي.

انجنېر عبدالقاهر دريځ لري چې د طالبانو د واکمنېدو سره که د هېواد کنټرول د يوې ډلې په لاس ورغلی خو په افغانستان کې د پرمختګ روانې پروژې په ځای ودرېدلي دي.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس نړیوالې ټولنې هلته د انساني او مېرمنو د حقونو په اړه تشویش څرګند کړی دی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په عدم موجودګۍ تشویش څرګند کړی دی او په کابل کې مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي دي.

که څه هم طالبانو لوظونه کړي چې د مېرمنو او په عموموي توګه د افغانانو د انساني حقونو احترام به کوي خو د انساني حقونو تنظیمونه وايي د طالبانو ځینې اقدامات څرګندوي چې په تېرو شلو کلونو کې د مېرمنو د حقونو په برخه کې چې کوم پرمختګ شوی طالبان یې په شا بوتلل غواړي.‌ د ځینو مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په کابل کې د مظاهرو په مهال طالبانو د مېرمنو په ضد د تشدد نه هم کار اخیستلی دی.

د کابل نه علاوه د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې هم د طالبانو په ضد احتجاجونه شوي دي او پکې په طالبانو الزام پورې شوی چې د انساني حقونو خلاف ورزۍ کوي.

په امريکا کې مېشته ښکلا مجددي وايي د طالب ډلې د واک سره د هېواد دننه د مېرمنو حقونه تروړل کېږي، بايد نړۍ د دې غږ ملګرې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې څو ورځې وړاندې په خپل يو رپورټ کې ويلي وو په افغانستان کې د مېرمنو تحفظ په خطر کې دی او په شپږو مياشتو کې شاوخوا اووه لکه افغانانو خپل کورونه پرېښودي دي۔


  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG