لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: نيوزي لېنډ د پاکستان نه د کرکټ درېو سياليو سيريز ګټلی


د نيوزي لېنډ د دورې نه وړاندې چې د انګلېنډ کرکټ لوبډله پاکستان ته ورغلې، يادې لوبډلې هم کوربه پاکستانې لوبډلې ته په دوه ټېسټ سيالیو کې ماتې ورکړې او سيريز يې ترې ګټلی وو
د نيوزي لېنډ د دورې نه وړاندې چې د انګلېنډ کرکټ لوبډله پاکستان ته ورغلې، يادې لوبډلې هم کوربه پاکستانې لوبډلې ته په دوه ټېسټ سيالیو کې ماتې ورکړې او سيريز يې ترې ګټلی وو

د پاکستان او نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ په کراچۍ کې د درېو يو ورځنو سیاليو وروستۍ سيالي نیوزي لېنډ ګټلې او سيريز يې په خپل نوم کړی دی.

د درېو سياليو د لړۍ لومړۍ سيالي کوربه پاکستان او دويمه نيوزي لېنډ ګټلې وه.

د درېمې سیالۍ ټاس/ پچه پاکستان ګټلې او لومړی بېټنګ يې کړی وو. پاکستانۍ لوبډلې په نهه لوبغاړو اوټ کېدو په 50 اوورونو کې 280 رنزونه کړي وو.

پاکستانۍ لوبډله کې فخر زمان په 122 بالونو 101 او محمد رضوان په 74 بالونو 77 رنزونه جوړ کړي وو.

او د نيوزي لېنډ په بالرانو کې ټم سوتي درې او لوکي فرګوسن دوه وکټې اخستې وې.

د پاکستاني 280 رنزونو په مقابله کې د نيوزي لېنډ لوبغاړو ټاکلی هدف په اته لوبغاړو اوټ کېدو په 49 اوور کې پوره کړی او سيالي يې په دوه وکټو ګټلې ده.

د دې نه وړاندينۍ سيالي هم نيوزي لېنډ په 79 رنزونو ګټلې وه او لومړۍ سيالي کوربه پاکستانۍ لوبډلې په شپږو وکټو ګټلې وه.

پاکستان ته په سفر د نيوزي لېنډ او پاکستانۍ لوبډلې ترمنځ په کراچۍ کې دوه ټېسټ سيالۍ هم شوې وې خو هغه دواړه برابر يا ډرا شوې وې.

پاکستانۍ لوبډله په وروستيو کې پرله پسې د ماتې خوړولو سره مخ کيږي.

د نيوزي لېنډ د دورې نه وړاندې چې د انګلېنډ کرکټ لوبډله پاکستان ته ورغلې، يادې لوبډلې هم کوربه پاکستانې لوبډلې ته په دوه ټېسټ سيالیو کې ماتې ورکړې او سيريز يې ترې ګټلی وو.

پاکستان د انګلېنډ نه پرله پسې په درېو سياليو کې د ماتې خوړو نه وړاندې د اسټريليا د لوبډلې نه هم ماتې خوړلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG