لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزي لینډ کې جوماتونه بیرته پرانستل شوي


یوه اونۍ وړاندې د نیوزي لینډ په کراېسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو شوي ترهګر برید وروسته نن د خالي يا شنبې په ورځ تړل شوي جوماتونه بیرته پرانستل شوي.

د کراېسټ چرچ النور جومات چې د تیرې جمعې په ورځ پکې تر ۴۰ پورې کسان وژل شوي وو، نن د خالي په ورځ د پرانستل کیدو وروسته دغلته د دغه خونړۍ پېښې ډېرې کمې نخښې لیدل کیدې.

په یاد جومات کې د برید نخښې پاکولو لپاره تازه رنګونه شوي، کړکۍ، شیشې او دروازې نوي کړی شوي. النور جومات ته د خالي په ورځ په سلګونو خلک ورغلي وو چې پکې د تیرې جمعې د ورځې ځنی بچ شوي تنان هم شامل وو.

هم د خالي په ورځ وختي په کراېسټ چرچ کې ٫٫ د مېنې مارچ٬٬ په نامه یو خاموشه لاریون هم ويستل شوی. د دغه لاریون جوړونکې شپاړس کلنه منالا بټلر ویلي چې نفرت ډېرې تیرې راوړي او مینه د دغې تیرو لرې کولو لپاره تر ټولو لویه رڼا ده. په دغه لاریون کې ګډون والو یو شمیر شعارونه هم نیولي وو چې پکې په یو لیکل شوي وو ٫٫ مسلمانانو ته هرکلی، نسل پرستانو ته نه.٬٬

تیره ورځ په کراېسټ چرچ کې هغه ۲۶ تنه هم خاورو ته سپارل شوي څوک چې د تیرې جمعې په ورځ په دغه ترهګر برید کې وژل شوي وو.

په نیوزي لینډ کې چارواکو ویلي د تیرې جمعې د ترهګر برید کې وژل شوو کسانو په خپلو خپلوانو کې دووه نور کسان مړه شوي. د چارواکو تر مخه په دغه برید کې د اردن سره تعلق لرونکي یو ځوان مور تیره شپه مړه شوې.

د کراېسټ چرچ د دغه برید وروسته د نیوزي لینډ حکومت په ګرد هیواد کې د خودکاره یا سیمي اټومیټک وسلو تر څنګ په یو شمیر وسلو او ټوپکو بندیز لګولی. سره د دې دغه برید وروسته د نیوزي لینډ وزیراعظمې لخوا د ځايي مسلمانانو سره په غمرازۍ ښودلو ډیره ستاېل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG