لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبریالان: په چاغۍ کې د اېف سي کېمپ مخې ته نهه احتجاج کونکي په ډزو زخمیان شوي


په چاغۍ کې د تېکسي ډرایور د وژل کېدو په ضد د تيرو څلورو ورځو راهيسې احتجاجونه کېږي او احتجاج کوي غوښتنه کوي چې په پېښه کې ککړ امنيتي عسکر دې د قانون و منګولو ته وسپارل شي
په چاغۍ کې د تېکسي ډرایور د وژل کېدو په ضد د تيرو څلورو ورځو راهيسې احتجاجونه کېږي او احتجاج کوي غوښتنه کوي چې په پېښه کې ککړ امنيتي عسکر دې د قانون و منګولو ته وسپارل شي

د بلوچستان په چاغۍ سیمه کې د یو ټېکسي ډرایور د وژل کېدو په ضد د ګل، دوشنبې، په ورځ د احتجاج په مهال نهه کسان په ډزو زخمیان شوي دي.

په چاغۍ کې دوو مقامي خبریالانو د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل ځايي اوسېدونکو د اېف سي کېمپ مخې ته احتجاج شروع کړی و چې په دغه مهال ډزې وشوې او نهه کسان پکې زخمیان شول.

د یو خبریال په قول د دوو زخمیانو حالت خطرناک و او د کوټې هسپتال ته منتقل کړی شوي دي او نور زخمیان چې حالت یې د خطر نه بهر و د دالبندين پرنس فهد روغتون ته وړل شوي دي.

خبریالان وايي د احتجاج په مهال ډزې د اېف سي عسکرو کړي دي خو حکومتي چارواکو د دې خبرې تصدیق نه دی کړی.

د بلوچستان اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو يا ده پېښه غندلې او د پېښې رپورټ يې طلب کړی دی.

په يو سرکاري بیان کې وېل شوي چې د ننۍ پېښې پر اساس د ضلع چاغي مرستيال کميشنر له خپلې دندې ګوښی کړل شو او د هغه پر ځا ی نوی مرستيال کميشنرټاکل شوی۔

په بیان کې په چاغۍ کې د احتجاج په مهال د رپورټ شوو ډزو او یا د احتجاج کونکو د زخمي کېدو په اړه څه نه و وېل شوي.

په کوټه کې د وي او ای ډیوه خبریال د بلوچستان د وزیر اعلا د کورنیو چارو سلاکار ضیا لانګو سرہ رابطه وکړ‎ہ چې په چاغۍ کې د احتجاج په مهال د رپورټ شوو ډزو او پکې د خلکو د زخمي کېدو په اړه ترې رسمي بیان واخلي خو د لانګو ټېلې فون بند موندل کېدو.

د وي او ای ډیوه خبریال وايي په سوشل میډیا د چاغۍ د پېښې ویډیوګانې هم شریکې کړی شوي دي چې ښښي احتجاج کوونکي د ایف سي کیمپ مخې ته یو ټپي احتجاج کونکی موټر ته اچوي او د دوی پر دې مھال وینا دہ چې “مخامخ یې وویشتو.”

په دې ویډیو کې د ایف سي ځواک لارۍ شاته ولاړه ښکاري۔

په چاغۍ کې احتجاج ولې کېدلو؟

د رپورټونو تر مخه د ايران پولې ته څېرمه په چاغې سېمه کې څلور ورځې وړاندي د امنيتي ځواکونو په ډزو يو موټر چلونکی وژل شوی و، په هم هغه ورځ د يادې پېښې پر ضد هلته احتجاج کونکو 200 ته نېږدې ډرايورانو څخه امنیتي عسکرو د هغوی موټرې واخيستلې او ناکاره یې کړې او ډرايوران يې په پښو په سلګونه کلو ميتره تګ ته اړ کړل.

د هم دغې پېښې پر ضد د چاغې اوسيدونکي له تيرو څلورو ورځو راهيسې احتجاجونه کوي او په پېښه کې ککړو امنيتي عسکرو د قانون و منګولو ته د سپارلو غوښتنه کوي۔

د بلوچستان اعلا وزير ميرعبدالقدوس بزنجو ويلي په سرحدي سيمه کې په ډﺯو د ډرايور د وژنې د پېښې پلټنې کوي. هغه ويلي د ډرايور و کورنۍ ته به ضرور انصاف ورکول کېږي۔

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي قام پرسته بلوڅ مشر سردار اختر مينګل تيره ورځ په قامي اسمبلۍ کې د چاغي د ډرايور د وژنې او د دوو سوو ډرايورانو په تشه بيديا کې د ايله کولو د پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه.

د د پاکستان د بشري حقونو کميشن د بلوچستان په چاغي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ډزو د یو ډراېور وژل کېدل او بیا د هغه د وژنې په ضد احتجاج کوونکي په لسګونو ډرېوران له خپلو موټرو بې برخې کول او په صحرا کې پرېښودل غندلي او دا عمل يې د بينادي انساني حقوقو خلاف عمل ګنلی، کميشن له صوبایي حکومته دې پېښو د پلټنو غوښتنه کړې ده.


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG