لاس رسیدونکی لینک

 
د رپپبلېکن ګوند نهو غړو د کانګرس د هاوس او رېپرېزېنټېټیوز د سپیکر په انتخاب کې د شاملېدو اعلان کړی
تازه خبر

د رپپبلېکن ګوند نهو غړو د کانګرس د هاوس او رېپرېزېنټېټیوز د سپیکر په انتخاب کې د شاملېدو اعلان کړی


د ایوان نمایندګان سپیکر عهده د ريپبلېکن پارټۍ د کېون مېکارتي د لرې کېدو په نتیجه کې د تیرو دریو هفتو راهیسې خالي پرته ده
د ایوان نمایندګان سپیکر عهده د ريپبلېکن پارټۍ د کېون مېکارتي د لرې کېدو په نتیجه کې د تیرو دریو هفتو راهیسې خالي پرته ده

د ريپبلېکن پارټۍ نهو غړو د امریکې د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د سپیکر د چوکۍ دپاره په انتخاب کې د شاملېدو اعلان کړی دی.

د ایوان نمایندګان سپیکر عهده د ريپبلېکن پارټۍ د کېون مېکارتي د لرې کېدو په نتیجه کې د تیرو دریو هفتو راهیسې خالي پرته ده.

ريپبلېکن ګوند د تیرو دریو هفتو راهسې د پرله پسې کوښښونو باوجود بل سپیکر په منتخب کولو کې نه دی کامیاب شوی.

ريپبلکن ګوند دا وخت په ایوان نمایندګان کې د ډېرو لږو غړو سره اکثریت لري او د سپیکر د انتخاب د پاره ورته د څلورو ووټونو د اکثریت ضرورت دی خو د ګوند دننه د اختلافونو له وجې دغه ووټونه هم نشي ګټلې.

د ریپبلکن ګوند نهه غړي وايی چې د ګوند د ګل، دوشنبې، په ماښام غونډه کې به دلایل ورکوي چې دويي د سپیکر د چوکۍ دپاره الېکشن ګټلی شي.

څېړونکي وايی د سپیکر په انتخاب کې د ناکامۍ او د دې په نتیجه کې په هاوس کې د ګډوډۍ له امله نه خو څه قانون سازي شوي او نه هم داسې څه قرارداد منظور شوی چې په کې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په لړ کې د اسرایل سره د یوالي اظمار شوي وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG