چارواکو ویلي د نایاګرا فالز سره نږدې د امریکې او کېنېډې په سرحدي لار د چېک پوسټ سره د شورو، چهارشنبې، په ورځ په موټر کې د چاودنې په پېښه کې د ترهګرۍ شواهد نه دي موندل شوي. په موټر کې دوه کسان وژل شوي دي.
د زیارت، پنجشنبې، تر سحر پورې دا نه وه معلومه چې موټر ولې په تېز رفتار چېک پوسټ ته ور ورسېدو، په هوا کې د پورته کېدو وروسته ځمکې ته راورغورځېدو او د اور لمبو واخیستلو؟
د نایاګرا فالز سره نږدې د امریکې د بفېلو ښار د اېف بي ایي څانګې په یو بیان کې وویل چې د پېښې د ځای په لټون کې نه خو د چاودېدونکو مواد څه نخښانې موندل شوي او نه هم ترهګرۍ سره د پېښې تړون معلوم شوی دی.
د چاودنې وروسته د امریکې او کېنېډې ترمنځ یو شمېر سرحدي لارې په احتیاطي توګه وتړل شوې.
موټر د امریکې نه د کېنېډې په لورې د دواړو ملکونو په سرحدي لار د رېنبو برېج ته روان و. دغه پېښه په داسې مصروفه ورځ وشوه چې خلکو د امریکې د تېنکس ګېوېنګ دستورې دپاره سفر کولو.
یو امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې په موټر کې د دوو کسانو د وژل کېدو نه ترڅنګ د امریکې د کسټمز اېڼد بارډر پورټېکشن، سي بي پي، یو چارواکی معمولي زخمي شوی هم دی.
وایټ هاوس وویل صدر جوبایډن د پېښې نه خبر کړی شوی و او د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټروو ډوو د پېښې وروسته پارلېمنټ ته وویل چې په نایاګرا فالز صورتحال سنګین دی او حکومت دا پېښه ډیر سنجیده ګڼي.
Forum