شمالي کوریا د جمعې په ورځ وویل چې دا هفته د وسلو دوه ورستۍ ازموینې یې کامیابې وې.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، شمالي کوریا سږ کال تر اوسه پورې د وسلو شپږ ازموینې کړي دي چې په ورستیو میاشتو کې د هېواد په ازماېښتې هلو ځلو کې چټکتیا څرګندوي.د رپورټ ترمخه شمالي کوریا د وسلو ورستۍ ازموېنې د نهې، سه شنبې، او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړې چې معلومات یې جاپان او جنوبي کوریا ترلاسه کړي وو.
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اونګ د ازموېنو کتنه نه ده کړي خو ای پي په خپل رپورټ کې وایي هغه د ګوله بارود یوې کارخانې ته ورغلو او هلته کارکوونکو هغه سره د فادارۍ ژمنه وکړه او حکومتي مطبوعاتو ترمخه کارکوونکو وویل کېم د امریکې او اتحادیادو د سامراجیت په ضد په مېړانه ولاړ دی.
ای پي وايي کېم نه یوازې د هېواد د محدودو وسایلو باوجود په وسلو کې اضافه کوي بلکې د ګواښونو دلارې واشنګټن نه مراعات هم ترلاسه کوي. واشنګټن د هغو اقتصادي بندیزونو مشري کوي چې د اېټمي هلو ځلو په سر د شمالي کوریا په ضد لګول شوي دي.
د شمالي کوریا حکومتي خبري ادارې کورین سېنټرل نیوز اېجنسي د وویل شمالي کوریا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د دوو بېلېسټک مزایلو تجربې وکړې او مزایلو په سمندر کې هدف په کره ډول وویشتلو. خبري ادارې وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ ازموینه کې د اوږدې فاصلې پورې تلوونکی مزایل و چې دوه ګنټې او 35 منټو پورې مزل کولی شي او 1800 کلومېټرو پورې هدف ویشتلی شي.
په سول کې د جنوبي کوریا د یوالي وزارت وویل د شمالي کوریا د وسلو تجربي سیمه بیرته د ټکر او د تاوتریخوالي په لورې بوځي. وزارت وویل شمالي کوریا دې د وسلې تجربې بندې او مذاکرات دې شروع کړي.