لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په بريد او نښته کې يو ياکستاني پوځي سرتيری او دوه ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي، د شمالي وزیرستان په ميرعلي کې په پوځي کاروان بريد کې يو سرتيری وژل شوی او اووه ژوبل شوي دي، او په ځوابي عملياتو کې د دوه ترهګرو د وژلو او لسو د ژوبلېدو دعوه شوې ده.

د پاکستان پوځ ویلي دغه پېښه تيره شپه رامنځته شوې ده.

ویل شوي، ترهګرو په ميرعلي کې د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد کړی چې پکې 34 کلن نايک ياسين چې تعلق يې د ملاکنډ سره دی وژل شوی او اووه نور سرتيري ژوبل شوي دي.

په پوځي بيان کې ويل شوي امنيتي ځواکونو سمدستي ځواب ورکړی او په نښته کې بيا دوه ترهګر وژل شوي او لس نور ژوبل کړی شوي دي.

خو په پوځي بيان کې د وژل شوو په اړه نور جزيات نه دي شريک کړی شوي او نه کومې ډلې د دغه بريد په اړه څه ویلي دي.

د سيمې څخه د ځوانانو تنظیم يوت اف وزیرستان يو غړی وقار داوړ وايي دا پېښه چې د ميرعلي په اېپي علاقه کې شوې د پېښې وروسته امنيتي ځواکونه راغلي د لټون سخت عملیات يې کړي او ځينې کسان يې نيولي هم دي.

په علاقه کې د عملياتو يا د چا د ګرفتارولو په اړه پوځ په خپله څه نه دي ویلي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وقار داوړ وويل، دغه عمليات چې ډېر په سختۍ سره شوي او د کورونو تلاشيانې پکې شوي او خلک نيول شوي د علاقې خلک نن جرګه کوي چې خپله تګلاره جوړه کړي چې د دغه ډول عملياتو په اړه احتجاج وکړي.

د ميرعلي تاڼې پولیس وايي چې په پېښه خبر دي خو زياتوي په دغه اړه نور مالومات نه لري ځکه چې پوليس عملياتو ته نه دي غوښتل شوي.

په شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې د بدامنۍ په پېښو کې بيا سېوا والی مخې ته راغلی دی.

د نومبر د وروستیو څخه په شمالي وزیرستان کې په ځانګړي ډول د هدفي وژنو پېښې سېوا شوي دي.

په دغو پېښو کې څلور ځايي مشران، څلور د اېف ډبليو او کار کوونکي، يو تن په ديګان کې او بيا په ميرانشاه کې بل ځايي مشر وژل شوی ؤ.

د اېف ډبليو او څلور کار کوونکی هم په دغه اېپي علاقه کې وژل شوي چرته چې تيره شپه د پوځ په کاروان بريد شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG