د شمالي وزيرستان بې کوره شويو کسانو د زيارت، پنجشنبې، په ورځ د پېښور پريس کلب مخې ته احتجاج وکړو او د حکومت نه يې وغوښتل چې د بنو په بکا خېل کېمپ او د هېواد په نورو برخو کې مېشت کډوالو خپلو سيمو ته د بېرته تګ بندوبست دې وکړي۔
د احتجاج کوونکو وېنا وه چې د څو مياشتو نه ورته خوراکي توکي او د مياشتې په سر پېسې هم نه دي ورکړل شوي چې له امله یې د مشکلاتو سره مخامخ دي.
د مظاهره کوونکو وېنا وه که چېرې غوښتنې یې و نه منل شوې نو خپل احتجاج به تر اسلام اباد وغځوي۔
د قدرتي افتونو په صورت کې د خېبر پښتونخوا د حکومت د امداد ادارې پي ډي ايم ای د قبايلي سيمو دپاره ترجمان وايي چې پېسې کډوالو ته ورکول کېږي او خوراکي توکې ورکولو په اړه يې صوبايي حکومت ته مراسله لېږلی ده۔
په احتجاج کې برخه اخېستونکي د شمالي وزيرستان مداخېل قوم محمد ياسين وي او ای ډيوه ته وويل د بنوپه بکا خيل کيمپ او د هېواد نورو سيمو کې ميشت کډوال د ډېرو ستونځو سره مخامخ دي بايد حکومت هغوي خپلو علاقو ته واپس کولو د پاره زمينه برابره کړي۔ " زمونږه ډي ايي خان، کوهاټ، فتح جنګ او د هېواد نورو سيمو کې چې کوم کډوال دي نو د هغوئ دا غوښتنه ده چې مونږه دې خپل وطن ته واپس کړي ځکه چې هغه زمونږه خپل وطن دې او دلته زمونږه د پاره سهولتونه نيشته دې او بل دلته زمونږه تعليم هم خراب شوې دي او چې هلته خپل کورونه اباد کړو نو دغه به غواره خبره وي"
د شمالي وزيرستان دته خېل تحصيل شريف خان وايي د تيرو څو مياشتو راهسې ورته د حکومت لخوا نه خوراکي توکي ورکړې شوي او نه نقدې روپۍ، چې له امله يې ژوند اغېزمن شوې دې۔ " زمونږه دا غوښتنه ده چې مونږه ته دې په وخت راشن يا خوراکي شيان مېلاو شي او مونږه ته دې په موبايل سم هغه دولس زره روپۍ راکړي، نن دا دهرنا شروع ده او چې ترکومه يې هغه باقي پاتې روپۍ نه وي راکړې او د راشن خبره يې نه وي منلې نو بيا زمونږه دا مزل به اسلام اباد پورې وي"
د احتجاج کوونکو وېنا وه د شمالي وزيرستان د زرګونو په شمېر کې خلک په افغانستان کې د کډولۍ ژوند کولو باندې مجبوره دي بايد حکومت د هغو د بېرته راوستلو بندوبست هم وکړي، په دې اړه د سيمې يو سياسي فعال اشرف داوړ وايي " په افغانستان کې خواوشا اته زره کډوال پراته دي، زمونږه د غلام خان بارډر او انګور اډه دوئ ته نزدې پريوزي نو مونږه دا مطالبه کوؤ چې کومې نزدې لارې دوئ ته پريوزي نو په هغو د دوئ واپسي شروع کړي او دا مطالبه مونږه د حکومت، رياستي ادارو او پوځ نه کوؤ چې دا زمونږه خپل خلک دي"
د پې ډي ايم ای د قبايلي سيمو وياند احسان داوړ وي او ای ډيوه ته وویل چې پېسې کډوالو ته ورکول کېږي خو د کرونا وبا له امله د ملګرو ملتونو د خواراک اداري په عارضي توګه خوراکي توکو ورکول بند کړي دي او د دغې ستونزې حل کولو په اړه \ صوبايي حکومت ته مراسله لېږلې ده
د راپورونو ترمخه په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب نومې پوځي عملياتو له کبله په کال 2014،15 کې د شمالي وزيرستان څه لس لکو پورې کورنئ د خپلو کورونو نه په کډه کولو مجبوره شوې وې۔