لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن پوسټ: امریکا د څو لسیزو پس د لومړۍ ایټمي ازموینې د کولو په اړه بحث کړی


د امریکا د صدر ډانالډ ټرمپ انتظامیه د 1992 کال پس د امریکا په لومړۍ ایټمي ازموینه-تجربه د کولو په اړه بحث کړی چې د روس او چین لپاره به احتمالي خبرداری وي.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د جمعې په ورځ په خپل یو رپورټ کې د اوسنی انتظامیه د یو جګپوړي چارواکي او د دوو پخوانیو چاروکو په حوله سره ویلي چې د ګام به د نورو ایټمي طاقت لرونکي هیوادنو سره د امریکا اړیکو لپاره خورا پراخې نتیجی ولري، او د ایټمي ازموینو په اړه د لسیزو اوږدې مودې بندیز به بیرته راګرځوي.

دا ډول ازموینه به د امریکا د دفاعي تګلارې نه د پام وړ بدلون وي او په ډرامائي ډول به د نورو ایټمي وسلو لرونکو هیوادونو لپاره داو لګول لوړ کړي.

د واشنګټن پوسټ رپورټ د صدر ټرمپ د ادارې یو لوړ پوړي چارواکي او د دوو پخوانیو چارواکو په حواله سره وایي چې دغه بحث د می په 15 په یوه غونډه کې شوی دی.

دا غونډه بغیر د کوم موافقې ته رسیدو پای ته ورسیده ، او سرچینې په دې اړه تقسیم دي چې ایا بحثونه لاهم روان دي او که نه.

دا وروسته له هغې راپورته شوه کله چې ځیني امریکایی چارواکو ادعا کړی چې روس او چین خپل د ټیټ کچې ازموینې ترسره کوي. مسکو او بیجینګ دا ادعاوې رد کړي ، او امریکا د دغه ادعاو لپاره کوم ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

د ایټمي وسلو د خپریدو پرضد فعالینو د دغه خبری غندنه کړی.

د وسلو د کنټرول ټولنې مشر او څیړنکارډیرل کیمبال ، واشنګټن پوسټ ته وویل که دا خبره پرمختګ وکړي نو دا به د " بې ساري ایټمي وسلو منډه پیل کولو لپاره د ټوپک د ډز په شان وي".

هغه زیاته کړه دا خبره امکان لري چې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ ان سره خبرې "ګډی وډی" کړياو هغه به د ایټمي وسلو ازموینې د نه کولو مجبوریت ونلري.

د واشنګټن پوسټ رپورټ یوه ورځ پس له هغه راغلې چې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړو چې هغه د روس سره د اوپن اسکائی لوظنامی نه د وتلو پلان لري ، کوم چې د دوو سپر پاور ترمینځ پوځي شفافیت او باور ښه کولو لپاره جوړ شوې وو.

دا د وسلو کنټرول دریم تړون دی چې ټرمپ د صدر جوړیدو وروسته ختم کړی.

روس ویلي چې دا به د 18 کلن تړون باندی عمل کول جاري ساتي ، کوم چې د جګړې خطرد کومولو هڅې لپاره د هر لاسلیک کونکي هیواد پوځ ته اجازه ورکوي چې هر کال د بل غړي هیواد کې د یو شمېر د څارنې الوتنې په لنډې خبرتیا سره ترسره کړي.

اروپايي هیوادونو د صدر ټرمپ نه په خپله فیصله د بیا غور کولو غوښتنه کړې.

ولسمشر ټرمپ چې د نومبر په میاشت کې د بیا ټاکل کیدو لپاره د ټاکنو سره مخ دی ، په تیرو څو اونیو کې د چین په اړهخپله بیانات هم تند کړي ، او په تکرار سره یې د بیجینګ لخوا د کرونا وایرس وبا ن په کنټرول پهنیوکې کړي چې اول هلته راپورته شوې.

هغه د امریکا د اقتصادي حریف په وړاندې د غچ اخیستنې په تکرار خو مبهم ګواښونه کړي ، کوم چې د هغه ټول تورونه رد کړي دي.

دا لومړی ځل ندی چې د ټرمپ د دفاعي پالیسۍ اندیښنې راپورته کړي چې انتظامیه یې د ایټمي جګړې خطر زیاتوي..

د فرورۍ په میاشت کې ، پېنټاګان اعلان وکړو چې دوی یو سب میرین د لرې فاصلی ویشتونکي د یو نوي میزایل چې په نسبتا د کوچني ایټمي وار هېډ سره ځای په ځای کړې دی ، او وویل چې دا ګام یی د روس وسلو ازموینو ته ځواب و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG