د امريکا صدر براک اوباما د ايران نه د تيل اخستونکو هيوادونو په ضد دنوؤ بنديزونو لگولو فيصله منظوره کړې ده.
د جمعې په ورځ صدر اوباما وئيلي دي دتيلو په نړيوال مارکيټ کې دومره تيل شته چې دامريکا ائتلافي هيوادونه دکومې انديښنې څخه پرته ايران څخه تيل اخستل بندولى شي.
د صدر اوباما ددغه فيصلې ترمخه به په هاغو غيرملکي بانکونو قدغنونه لگي چې اوس مهال دايران څخه دتيلو اخستو په تجارت کې گډون لري.
دايران په ضد ددغو امريکائي بنديزونو علت ددغه هيواد لانجمن ايټمي پروگرام دى.
لويديز هيوادونه گمان کوي ايران داتومي وسلو جوړولو هڅه کوي خو ايران دريځ لري دهغوي دغه پروگرام دامن ناکه مقصدونو لپاره دى.
دجمعې په ورځ دسپينې ماڼۍ څخه دايران په ضد دغه اعلان دامريکا او دائتلافيانو له لوري يې په ايران دخپل ايټمي پروگرام دبندولو په اړه دفشار سيوا کولو دکمپائن برخه ده.
دسپينې ماڼۍ لوړپوړي چارواکي وائي جاپان او اروپائي اتحاديې دوړاندې څخه دايران څخه دتيلو داخستو کمولو په اړه گامونه اخستي او هغوي دبنديزونو څخه بهر ساتل شوي.
په يو بيان کې صدر براک اوباما وئيلي دي هغه به دتيلو په نړيوال مارکيټ نظر ساتي ترڅو دايران څخه دتيلو دکم اخستو په وجه څه رقم ستونزه رامينځته نۀ شي.
تير کال ددسمبر په مياشت کې اوباما يو قانون منظور کړى ؤ چې مقصد يې دروان کال دمارچ تر مياشتې پورې دا معلومول ؤ چې ايا په نړيوال مارکيټ کې دومره تيل شته چې دهغې په اساس هيوادونه دايران څخه دتيلو اخستل تر ډيره حده کم کړي
اوباما د ايران نه د تیل اخستونکو هېوادونو پرضد د بنديزونو لگولو فيصله منظوره کړې

1