دامريکا صدر براک اوباما دامريکائي کانگريس ددواړو ايوانونو څخه دمنظورۍ وروستو دشټ ډاؤن ختمولو په اړه په يو بل لاسليک کړى چې ورسره امريکائي مالياتي بحران حل شوى دى.
دامريکا دصدر براک اوباما لخوا دحکومت دکاروبار بحالولو اؤ قرض په حد کې داضافې په اړه دکانگريس په منظور شوي بل د لاسليک وروستو دغه بل ته دقانون حيثيت ترلاسه شوى دى.
کيپيټل هل کې دشورو په ورځ دچټکې فعاليت وروستو صدر اوباما دزيارت په ورځ سحر وختي په دغه بل لاسليک کړى اؤ دسپينې ماڼۍ له لوري دقرض په شرح اؤ دحکومت دکاروبار بيا پرانستو اعلان شوى دى.
داستازو ايوان دشورو په ورځ درايې شميرنه کې د١٤٤ په مقابل کې په ٢٨٥ؤ ووټونو سره ددغه منصوبې منظوري ورکړې ده اؤ له دې وړاندې سينيټ د١٨ؤ په مقابل کې په ٨١ؤ ووټونو سره ددې منظوري ورکړې وه.
دغه قانون د١٦٧ؤ کهربو دډالر دحد سيوا کولو لپاره دورکړل شوي مهلت څخه څو گينټې دمخه منظور شوى.
دسپينې ماڼۍ دپنگو دفتر وئيلي دي چې وفاقي ملازمين دې دزيارت په سحر بيا دکار کولو تيارۍ وکړي.
ښاغلي اوباما دامريکا ددواړو سياسي گوندونو څخه مننه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دامريکائي اولس دبائيلل شوي باور دبيا ترلاسه کولو وخت رارسيدلى دى.
سينيټ کې اکثريتي مشر هيري ريډ ، څوک چې ډيموکراټ دى، اؤ دهغه ملگري دريپبلکن غړي مچ ميکونل دغه بل دشورو په ورځ تيار کړى ؤ.
ددغه قانون لاندې دوفاق دقرض اخستو حد د٧مې فرورۍ اؤ دحکومت دخرچ چلولو مهلت تر ١٥مې جنورۍ پورې غځول شوى.
خو دغه مالياتي تړون يو عارضي حل دى اؤ دمصرفونو اؤ خسارې بنيادي ستونزې نۀ شي هوارولى.
ددغه قانون لاندې به دسينيټ اؤ داستازو دايوان يو پينل جوړولى شي ، کوم چې به داوږدې مودې دبجټ په جوړولو کار کوي.
ددغه بل دمنظورۍ وروستو دامريکائي ادارو دديواليه کيدو خطره ختمه شوې ده.
امريکا کې دشټ ډاؤن له امله دوفاقي حکومت خواؤشا ٢٢ لکو ملازمينو څخه ٨ لکه بغير له تنخا په کورونو کې ناست وؤ.