لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: په افغانستان کې د بشري بحران په اړه اسټرېلیا خپلې تګلارې ته بیا کتنه کوي

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د دې کال په شروع کې اسټرېلیا وویل په اینده څلورو کلونو کې به ۱۶۵۰۰ افغان کډوال په هېواد کې ابادوي
د وي او ای د رپورټ ترمخه، د دې کال په شروع کې اسټرېلیا وویل په اینده څلورو کلونو کې به ۱۶۵۰۰ افغان کډوال په هېواد کې ابادوي

په داسې حال کې چې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو، د مهاجرت په اړه د اسټرېلیا وزیر اېڼدریو ګایلز ویلي هېواد يې په افغانستان کې د بشري بحران په اړه خپلې تګلارې ته بیا کتنه کوي.

د مهاجرینو د حقونو دپاره کارکونکي فعالانو په اسټرېلیا غږ کړی چې زیاتو افغان کډوالو ته پناه ورکولو دپاره د ويزو تعداد زیات کړي.

تېر کال افغانستان نه د امریکې او نېټو ځواکونو د وتلو دو طالبانو د واکمنېدو وروسته په لکونو افغانانو خپل ملک پرېښودی دی.

امریکې او یورپ په لسکونو زرګونو افغانانو ته پناه ورکړې ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د دې کال په شروع کې اسټرېلیا وویل په اینده څلورو کلونو کې به ۱۶۵۰۰ افغان کډوال په هېواد کې ابادوي.

د رپورټ ترمخه اسټرېلیا ته د ورسېدونکو افغانانو شمېره دوی دپاره هلته د پاتې کېدو د ځای نه ډیره زیاته ده.

په سرښار کېنبره کې د اسټرېلیا چارواکو ویلي د دوو لکونو نه زیاتو افغانانو په اسټرېلیا کې پناه دپاره خواستونه کړي دي چې د نيمې نه په زیاتو خواستونو لا غور هم نه دی شروع شوی.

اېنډریو ګایلز دا خبره ومنله چې د پناه غوښتونکو په خواستونو د کار بار ډیر زیات شوی دی. هغه وویل په اسټرېلیا کې د پناه غوښتلو لا امله چې کوم بحران شروع شوی دی د حل کولو دپاره یې امر ورکړی شوی دی.

د اسټرېلیا د کورنیو چارو وزارت ترجمان (نې) په یو بیان کې وویل اسټرېلیا ژمنه لري چې په دې سخت وخت کې د افغان ټولنې مرسته وکړي خو غوښتنه کوي چې د ويزو په خواستونو کار سر ته رسېدو پورې دې د صبر نه کار واخیستل شي.

خو د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس لا سېنټر جوزسفین لېنګبین وویل پکار ده چې اسټرېلیا په دې لړ کې نور ګامونه هم پورته کړي.

هغې وویل د اسټرېلیا حکومت افغانانو سره د مرستې لوظ کړی و خو دغه مرسته په مناسب ډول په چټکتیا نه ده شوې، د دې ترڅنګ افغانانو ته د انساني خواخوږي په بنیاد د ويزو ورکولو لوظ شوی و خو په حقیقت کې یوازې یو څو زره ويزې ورکړی شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي اسټرېلیا د کال قریباً ۱۴۰۰۰ ويزې ورکوي.

د اسټرېلیا د حکومت خیال دی چې دغه شمېره ۲۷۰۰۰ ته ورسوي.

د وي او ای رپورټ وایي د هغو کډوالو په مقابل کې چې په رسمي ډول د مختلفو پروګرامونو دلارې په اسټرېلیا کې د پناه خواست کوي، کېنبرا د هغو کډوالو سره مختلف سلوک کوي چې د کشتو دلارې د اسټرېلیا سمندري ساحل ته ځانونه ور رسوي.

دغه کډوال به د اسټرېلیا په مالي مرسته چلېدونکو کېمپونو کې د هېواد د سرحد نه لېرې په کېمپونو کې ساتل کېدل او په اسټرېلیا کې د ابادېدو څه امکان به یې نه و.

د انساني حقونو تنظیمونو به د اسټرېلیا دغه تګلاره غیر انساني بلله خو حکومت به وېل د دې په نتیجه کې خلک اسټرېلیا ته د رسېدو دپاره خپل ژوندونه په سمندر کې په خطر کې نه اچوي.

په پاپوه نیو ګيني کې کډوالو دپاره د اسټرېلیا حراستي مرکز تړل شوی خو قریباً یو سل کډوال په ناور جزیره کې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د اسټرېلیان په سډني ښار کې د وي او ای خبریال فېل مرسر د رپورټ نه اخیستل شوي دي

This item is part of
XS
SM
MD
LG