لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین ځواکونو د محاصره شوي سوېیردونېڅک ښار نه وتل شروع کړي


د لوهانسک سیمې پوځ مشر سرېي هېدی وویل په داسې حال کې چې روسي ځواکونو د سوېیردونڅک په لوري پرمختګ کوي دا خبره هېڅ معنا نه لري چې د اوکراین ځواکونه ړنګ شوي محاذونه ونېسي
د لوهانسک سیمې پوځ مشر سرېي هېدی وویل په داسې حال کې چې روسي ځواکونو د سوېیردونڅک په لوري پرمختګ کوي دا خبره هېڅ معنا نه لري چې د اوکراین ځواکونه ړنګ شوي محاذونه ونېسي

د تېرو څو هفتو راهسې روسي ځواکونو سره د سختې جګړې وروسته د اوکراین پوځونو د اوکراین د خیتځ ښار سوېیردونېڅک نه انخلا شروع کړې ده. د دې خبرې تصدیق د اوکراین یو سیمه اییز چارواکي کړی دی.

د لوهانسک سیمې پوځ مشر سرېي هېدی وویل په داسې حال کې چې روسي ځواکونو د سوېیردونڅک په لوري پرمختګ کوي دا خبره هېڅ معنا نه لري چې د اوکراین ځواکونه ړنګ شوي محاذونه ونېسي.

هغه وویل په سوېیردونېڅک کې اوکرايني ځواکونو ته چې نویو مورچو ته منتقل شي.

اوکراین وویل سوېیردونېڅک سره نژدې د لوهانسک سیمې بل ښار لسچېنسک روسي ځواکونو په مکمله توګه نیولی دی او روس ویلي په دغه علاقه کې تر 2000 پورې د اوکراین عسکر محاصره کړي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په لوهانسک کې د روسي ځواکونو پرمختګ ښښي چې روس به د خپلې اندازې سر سم په ټوله علاقه قبضه وکړي، چې مسکو په اوکراین د یرغل هدف هم ټاکلی و.

د اوکراین پوځي مشر د جمعې په ورځ خپل امریکايي هم منصب ته وویل په لوهانسک سیمه کې ثبات قایم دپاره اوکراین دې خبرې ته اړتیا لري چې د روس سره مساوي د ګزار قوت ولري.

د اوکراین د پوځ مشر جنرل وېلري زېلوزني په ټېلېګرام خپل پوسټ کې وویل د امریکايي پوځ مشر جنرل مارک مېلي سره په عسکري فعالیتونو او په نړیوال تخنیکي امداد په موضوع خبرې وکړې.

اوکراین ویلي روسي ځواکونه په دونباس سیمه کې د توپخانې چلولو له امله برتري او اوکرایني ځواکونو ته زیان رسوي.

اوکرایني چارواکو د مغربي ملکونو نه په دې لړ کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د امریکې د دفاعيي چارو یو چارواکي سوېیردونېڅک نه د اوکرایني ځواکونو د وتلو فېصله مسلکي وبلله.

دغه چارواکي خبریالانو ته د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وویل د اوکراین ځواکونه داسې ځای کې ځای په ځای کېږي چې په بهتره ډول خپله دفاع وکړی شي.

دغه چارواکي وویل که څه هم روسي ځواکونو د سوېیردونېڅک چار چاپېره پرمختګ کړی دی او د دې یې دروند قیمت ادا کړی دی او لوی جاني او مالي نقصان یې شوی دی.

دا هفته امریکې اوکراین سره د 450 مېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد اعلان وکړو. دا مرسته د هغه یو بېلین ډالرو مالیت امداد نه علاوه ده چې واشنګټن یې یوه هفته مخکې اعلان کړی و.

بلخوا د يورپي اتحاد یورپین یونین مشرانو د جمعې په ورځ په برسلز کې غونډه وکړه چې روس نه د ګېس په اخیستلو کې د نور کمي دپاره تیاری وکړي. یورپي مشرانو د توانایي په متبادلو زریعو او د ګرانۍ اثر د کموولو په موضوعاتو هم خبرې وکړې او په مسکو یې الزام پورې کړو چې د توانای رسد د وسلې په څېر استعمالوي.

یادونه: د دې خبري معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن، ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG