لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: سعودي مامورین وايي ایران په سعودي عرب حمله کولی شي


د جولای په میاشت کې صدر بایډن د سعودی عرب دوره وکړه
د جولای په میاشت کې صدر بایډن د سعودی عرب دوره وکړه

سعودي عرب د امریکايي سره داسې ډول استخباراتي معلومات شریک کړي دي چې ښښي ممکنه ده ایران په سعودي عرب د حملې تیاری کوي.اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي دغه خبره ورته دریو چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ کړې ده.

په سعودي عرب د ایران د ممکنه حملې په اړه تشویش په داسې حال کې څرګند کړی شوی دی چې د صدر جوبایډن حکومت په ایران کې د احتجاج کونکو په ضد د ایران د ګامونو او روس ته د ایران د ډرو ورکولو غندنه کوي.

د امریکې نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قامي سلامتیا شورا په یو بیان کې وویل "مونږ د خطر د تصویر په اړه تشویش لروو او د پوځي او استخباراتي چېنلونو دلارې د سعودیانو سره په رابطه کې یوو."

په بیان کې وویل شوو چې امریکا به په سیمه کې د خپلو مفاداتو او د اتحادیانو د تحفظ دپاره په څه ګام اخیستلو کې د پس او پېش نه کار نه اخلي.

ای پي وايي سعودي عرب ورته د دریځ معلومولو د خواست جواب نه دی ورکړی او په نیویارک کې د اقوام متحده دپاره د ایران مستقل استازي دفتر په سعودي عرب د ایران د ممکنه حملې خبره بې بنیاده وبلله.

د ایران د استازي دفتر وویل په یو بیان کې وویل "مغربي او صېهوني" حکومتونه د ایران په اړه منفي تاثر پېدا کولو دپاره د تعصب نه ډک خبرونه خپروي.

ای پي وايي یو چارواکي چې د دې خبرې تصدیق یې وکړو چې سعودي عرب د امریکې سره استخباراتي معلومات شریک کړي، دغه معلومات یې د اعتماد وړ وبلل او ویې وېل دغه حمله زر کېدلی شي ممکنه ده چې په اینده 48 ګنټو کې وي.

ای پي وايي په منځني ختیځ کې د امریکې سفارتخانو او کونسلخانو د دغو استخباراتي معلوماتو په بنیاد په سیمه کې امریکایانو څه قسمه خبرداری نه دی ورکړی.

ای پي وایي کله چې د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان ترجمان برېګېډیر جنرل پيټ راېډر نه د سعودي عرب د استخباراتي معلوماتو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل د امریکې پوځ مامورین په سیمه کې د خطر په اړه تشویش لري.

د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان نېډ پرایس وویل امریکا په سیمه کې د خطر په اړه تشویش لري. هغه نور وضاحت ونه کړو.

امریکې سره د سعودی عرب د استخباراتي معلوماتو شریکولو په اړه لومړی خبر وال سټریټ جرنل د نهې، سه شنبې، په ورځ ورکړی و.

ای پي وايي ایران په سعودي عرب الزام لګوي چې په ایران کې اختلافاتو راپارولو ته لمن وهي‌ خو په دې اړه څه ثبوت نه وړاندې کوي.

په سعودي عرب د ایران د حملې د خطر په اړه رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په ورستیو ورځو کې د امریکې صدر جوبایډن حکومت په یو شمېر ایراني چارواکو بندیزونه لګولي دي. امریکايي حکومت دغه ګام په ایران کې د احتجاج کونکو په ضد د ایراني حکومت د اقداماتو په سر اخیستی دی.

په ایران کې د تېرو څو هفتو راهسې د اخلاقي پولیس په ولکه کې د مېرمن مهساامیني د مرګ وروسته شروع شوي احتجاجونه دوام لري. امیني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی.

په ایران کې د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس اېکټېوېسټس وايي د ایران په احتجاجونو کې 288 کسان وژل شوي دي او په مظاهرو کې د شرکت په سر 14160 کسان ګرفتار کړی شوي دي.

روس ته ډرو ورکولو په سر هم امریکايي حکومت په ایران بندیزونه لګولي دي.

امریکا او اوکراین وايي روس په اوکراین کې د حملو دپاره د ایران جوړ ډرون استعمال کړي دي. روس ددې تردید کوي او ایران وايي روس ته یې ډرون نه دي ورکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د ربورټ نه اخیستل شوي دي چې د وي اوای په وېب پاڼه چاپ شوی دی


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG