لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روغتيايي چارواکی: په ژوب کې د پولیو څاڅکو څخه انکاریان نه دي رپورټ شوي


ژوب د بلوچستان د مرکز کوټې د شاوخوا درې سوه کلوميټره په فاصله کې پرته سيمه ده چې له افغانستان، قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان، ټانک او ډېره اسماعيل خان  سره پولې لري

د بلوچستان د ژوب سيمې د روغتيا يو چارواکي ویلی په ضلع کې د پولیو ضد موجوده کېمپېن کې تر اوسه پورې قریباً پنځوس زره ماشومان ويکسين شوي دي خو د پولیو څاڅکو نه يو انکاري تن هم ګرځنده ټيمونو ته مخې ته نه دی راغلی.

د بلوچستان او خيبرپښتونخوا په لويه لار ټرانزټ پواينټ جوړ شوی، چېري چې د یوې صوبې نه بلې صوبې ته تلوو نکو ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

د ژوب د صحت د څانګې مشر یا ډي ايچ او ډاکټر اختر بلېدي وي او اې ډيوه ته وويل، چې د ضلع په يودېرش يونين کونسلونو کې دوه سوه دېرش ګرځنده يا موبايل ټيمونه کار کوي. روغتيايي ټيمونه په سمه توګه کار کوي او هغه سيمه چې په کې کوچي يا پاونده کورنۍ استوګنې دي، ورته های رسک موبايل پاپوليشن ويل کېږي.

ډاکټر بلېدي وویل په ژوب کې د وېکسینېڼشن هدف دري شپېته زره ماشومان دی چې په يو دېرش يونين کونسلونو کې مېشته دي او په سیمه کې دوه سوه دېرش ګرځنده ټيمونه کار کوي. "موږ په ټوله سيمه کې ګرځېدلي يو، زموږ د ټيمونو کار ډېر ښه دی. موږ يو هم داسي ماشوم نه موندلی چې انکاري وي. موږ هيله کوو چې د پوليو يا ګوزڼ وايرس له پاکستان څخه ژر تر ژره ختم شي."

د روغتيا د نړيوال سازمان ډبليو ايچ او استاذي ډاکټر شېخ زرک مندوخېل بيا د بلوچستان او خيبرپښتونخوا ترمنځ پر جوړ شوي د ټرانزټ پواينټ په اړه وويل، دلته هغه ماشومان چې له ژوب څخه تر کلاسيف الله او کوټې پوري په کليوالو سيمو کې له څاڅکو ورکولو پاتي شوي وي او يا هم انکاري وي، ويکسين کېږي. ويکسينېټران پر دې لويه لاره هره ورځ سلګونه ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي او وټامن اې ورکوي.

ډاکټر مندوخیل وویل دا لويه لاره اين ففټي بلوچستان له پېښور، اسلام اباد او پنجاب سره نښلوي. دلته د نږدې سيمو لکه کلاسيف الله او شېراني ترڅنګ هغه ماشومان هم ويکسين کېږي، چې خيبرپښتونخوا او پنجاب ته ځي.

ژوب د بلوچستان د مرکز کوټې د شاوخوا درې سوه کلوميټره په فاصله کې پرته سيمه ده چې له افغانستان، قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان، ټانک او ډېره اسماعيل خان سره پولې لري.

دا سيمه د افغان کوچيانو د افغانستان او پنجاب تر منځ د تېرېدو لاره ده. کوچيان های رسک موبايل پاپوليشن يا د پوليو وايرس له يوې سيمې بلې ته وړونکي خلک ګڼل کېږي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG