لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرعي ماهرین وايي د پښتونخوا کروندګر د زیتون بوټو نه ډیری ګټې ترلاسه کولی شي


د خيبرپښتونخوا په جنوبي او شمالي سيمو کې د زيتون د بوټي کروندې کې زیاتوالی لیدل شوی او ده مهال په دغه سیمو کې تر ۵۰ زرو پاخه بوټي د تیلو ویستو لپاره تیار دي.

زرعي پوهان وايي د خیبر پښتونخوا ميداني يا ګرمې علاقې او بيا يخې سيمې د زيتوون بوټو لپاره غوره سیمې دي او د زیتونو په بوټو زميندار که یو خوا خپل امدن سېوا کولی شي نو د زیتونو په پيداوار يې خرڅ هم ډیر کم راتلی شي.

پيښور سره نژدې د ترناب سرکاري فارم کې د زيتونو د پخو بوټو نه ویړیا د تيلو ویستلو انتظام شوی او د صوبې زمیندار بې د څه پېسو دغلته د زیتونو تیل وېستی شي.

زرعي ماهرین وايي په خیبر پښتونخوا کې هرکال د زيتونو بوټو پيداوار سېوا کیږي او اوس زيات پام دې ته ګرځول شوی چې څنګه ځنګلي ښونه او د نورو بوټو په پيوند کارۍ د زیتونو بوټي سېواکړي.

په ترناب فارم کې د زيتونو د څانګې مشر شاه سوار وي او ای ډیوه ته وايي په د پښتونخوا يخو سیمو لکه سوات، دير او هزاره کې زيتون یو خه ګټه ور بوټی کیدی شي او د دغه سېمې کروندګر بیا د پنجاب په مارکيټونو کې پراخه ځايې هم پیدا کولی شي.

په ترناب فارم کې زرعي زده کړو ماهره نايله اسد وايي دوي نه يوازې د زیات زيتون کرلو او تيل ويستلو انتظام لري بلکه د دغی بوټو نه د نور خونده ور خوراکي څیزونو لکه اچار او مربعې جوړولو باندې هم کار کوي چې د شکر مرض لرونکو لپاره هم ګټه ور دي.

په پښتونخوا کې د زیتونو په کرونده د ملک وقاص خان دغه معلوماتي رپورټ تاسو هم کتلی شئ.

په پښتونخوا کې د زیتونو بوټو نه تیل ویستل پیل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG