لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو کال پوره کېدو په مناسبت طالبانو د "ازادۍ ورځ" ولمانځله


د "ازادۍ ورځ" په مناسبت طالبانو په یو بیان کې وویل د دوی حکومت دې په رسمي ډول ومنل شي
د "ازادۍ ورځ" په مناسبت طالبانو په یو بیان کې وویل د دوی حکومت دې په رسمي ډول ومنل شي

افغانستان نه د امریکې په مشرۍ کې د نېټو ځواکونو د وتلو یو کال پوره کېدو په مناسبت طالبانو د "ازادۍ ورځ" ولمانځله او په سرښار کابل کې یې اتش بازي وکړه او یو وارې بیا يې د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې د دوی حکومت دې په رسمي ډول ومنل شي.

د خارجي ځواکونو د انخلا او د افغانستان د پخواني حکومت د نسکورېدو وروسته طالبان واکمن شوي خو یو ملک هم لا په رسمي ډول نه دي تسلیم کړي او نړیواله ټولنه وايي منل کېدو دپاره طالبان باید په مېرمنو قدغنونه لېرې کړي، ټول شموله حکومت دې جوړ کړي او د افغانانو د بنیادي انساني حقونو احترام دې وکړي.

طالبان خپل حکومت ټول شموله بولي او وايي مېرمنو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د شریعت او د افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د نهې، سه شنبې، په شپه خارجي ځواکونو په وتلو د خوشحالۍ په لړ کې د طالبانو اتش بازۍ د کابل اسمان روښانه کړو. د اتش بازۍ سره هوايي درنې هوایي دزې هم بدرګه وې.

رویټرز وايي افغانستان نه د بهرني ځواکونو د انخلا عمل (بهیر) تېر کال د اګست د میاشت د 30 نېټې په نیمه شپه د اخېري امریکايي عسکر په وتلو سر ته ورسېدلو او طالبان چې د تېرو شلو کلونو راهسې د امریکې او نېټو ځواکونو خلاف جنګېدل یو وارې بیا د کابل واکداران شول.

طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د عامې رخضتۍ اعلان کړی و.

رویټرز وايي افغانستان نه د وتلو په وځت د امریکايي ځواکونو د مرکزي کمانډ مشر ویلي وویل افغانستان نه ستنېدلو سره "د زړه ډیردرد تړلی دی."

د "ازادۍ ورځ" په مناسبت طالبانو په یو بیان کې وویل د دوی حکومت دې په رسمي ډول ومنل شي.

د رویټرز ترمخه طالبانو وویل د تېرو شلو کلونو تجربې وښودله چې په افغانانو فشار ناکامه شوی او بحران زیات شوی دی.

بلخوا، د جرمنو په ضد د نړیوال عدالت انټرنېشنل کرېمېنل کورټ د جنګي جرمونو په اړه وکیلانو عدالت ته خواست کړی چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات د بیا شروع کولو دپاره دې ورته عدالت اجازت ورکړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه‌، د عدالت دستاوېزات ښښي د عدالت تحقیقات کوونکو خبرداری کړی چې په افغانستان کې جنګي جرمونه دوام لري.

د رپورټ ترمخه د افغانستان په اړه د عدالت تحقیقات د تېرو دوو کلونو راهسې ځنډېلي دي او دغه ځنډ غوښتنه د 2020 د مارچ په میاشت کې د افغانستان پخواني حکومت کړې وه او ویلي يې وو چې خپله د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات کوي.

رویټرز وايي د ايي سي سي وکیل (څارنوال) کریم خان عدالت ته خواست کړی چې د پخواني افغان غوښتنه دې مسترد کړي.

د رپورټ ترمخه ، کریم خان وویل طالبانو د جنګي جرمونو په اړه د پخواني حکومت تحقیقات دوامداره نه دي ساتلي او نه د داسې کولو اراده لري.

د دې برعکس، کریم خان وویل، معلومات ښښي په افغانستان کې اوس هم "سنګین جرمونه" ترسره کېږي او د ايي سي‌ سي ججان دې اجازت وکړي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات بیا شروع کړی شي.

رویټرز وايي د تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې کریم خان ايي سي سي ته خواست کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو او داعش دلاسه د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات بیا شروع کول غواړي خو دغو تحقیقاتو کې به ترجیح د امریکايي ځواکونو د مبینه جنګي جرمونو ته نه ورکول کېږي.

د امریکې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د ايي سي سي د تحقیقاتو مخالفت کړی و او د ادارې د ځینو مامورینو په ضد یې بندیزونه اعلان کړي وو.

د رویټرز ترمخه، د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د متحده قومونو دفتر یوناما ویلي وویل چې طالبان د خلکو په غیر قانوني ډول وژلو، تشدد، په بې دریغه ګرفتاریو او خلکو ته غیرانساني سزاګانې ورکولو کې ککړ دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG