سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع کورمه کې وسله والو د پولیسو په یوه تاڼه برید کړی چې پکې یو پولیس وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي دي.
د سیمې نه سرچېنو د خالي یا شنبې په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي، دا حمله د منځنۍ کورمې په سر پاخ تاڼه نامعلومه وسله والو کړې ده.
سرچینې وایي چې له حملې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي اؤ د وسله والو په ډزو کې ژوبل شوي پولیس عسکر د علاج لپاره ضلعي روغتون ته رسول شوي.
په کورمه کې د تېرو درېوورځو راهسې د ځکمې د ملکیت په شخړه د دوؤ قبیلو نښتې روانې دي چې پکې د سیمې پولیس تر دې ساعته د ۱۱ؤ کسانو د وژنې اؤ ۶۰ نورو د ژوبل کېدو پخلی دی.
د جمعې په ورځ د سیمې نه سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي ضلعي انتظامیې، پوځي اؤ پولیس چارواکو اؤ قبایلي مشرانو سیمه کې د اوربند هڅې چټک کړي خو لا په دې نه دي توانیدلي چې ددې جګړو مخه ونیسي.
پولیس وایي نښتې د کورمې په بیلابیلو کلیو کې روانې دي اؤ دواړه خواوې په یو بل درنې اؤ سپکې وسلې په ازادانه ډول کاروي.
په دغو سیمو کې د روانو سختو جګړو لا امله خبریالانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د جګړې ساحو ته پخپله ورشي اؤ وضعیت یې خلکو ته روښانه کړي.
په کورمه کې د ځکمو د ملګیت پسر د شخړو اؤ نښتو دا لړۍ د ډیرې مودې راهسې دوامداره ده چې اکثره وروسته به په فرقه ییزه نښتو بدله شي اؤ په سیمه کې تر دې مهال په سوؤنو اهل تشیع اؤ سني مسلمانانو په دې جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې وروستیو کې اکثره کورمه کې په روانو ګاډو نامعلومه وسله وال ډزې وکړي چې په هغې کې له مرګ ژوبلې وروسته بیا په سیمه کې فرقه ییزې نښتې پیل کیږي.
د جنورۍ میاشت کې نامعلومو وسله والو کورمه کې د مسافرو په دوؤ ګاډو ډزې کړې وې چې په کې د دوؤ پوځیانو اؤ د طب د یوې طالبعلمې په ګډون څلور کسان وژل شوي او د یو کم عمره ماشوم اؤ دریوؤ پوځیانو په ګډون شپږ تنه نور ژوبل شوي وؤ.
تر هغې وړاندې په 30م دسمبر هم د صدې بازار تر څنګ پېښور ته په روان یو روان فلاینګ کوچ وسله والو ډزې کړې وې چې یو مسافر پکې ژوبل شوی ؤ خو په دغه ګاډي کې د ناست یو بل مسافر په ځوابي ډزو وسله وال تښتېدلي وؤ.
تر دغې پېښې درې ورځې وړاندې د هنګو سره نزدې پاړه چنار ته په تلونکي ګاډي هم وسله والو ډزې کړې وې چې د پولیسو په وینا دوه کسان پکې وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي وؤ.
د شیعه اؤ سني مسلک د پېروګارانو تر منځ د جګړو ودرولو په غرض د منځګړیتوب کوونکې جرګې غړي وايي دغلته دریم قوت متحرک دی چې د شیعه او سني ترمینځ مسلکي فسادونه راپورته کړي.
د کرمې سره تړاو لرونکی خبریال ناصر حسین بنګښ ډیوه ته وايي په نزدې موده کې ګڼ شمیر بریدونه د سوارلیو په تلونکو ګاډو ترسره شوي خو تر اوسه د دې یوې پېښې په تړاؤ هم څوک نه دي نیول شوي.
د بنګښ په وینا په وروستیو کې چې څومره جرګې شوي خلکو پکې د سړک د امنیت غوښتنه کړې خو د جرګو پرمهال یوازې له یو اؤ بل فریق نه مورچې خالي کړل شوې دي.
تر دې وړاندې د کرمې ضلعې څخه د قامي پارلیمان پخواني غړي ساجد توري وي او ای ته ویلي وو ،د بهر نه نامعلومه وسله وال راشي ،عام خلک ووژني اؤ بیا دا پېښې په فریقه ییزه جګړو بدلې شي.
په علاقه کې د بشپړه امن د پاره د مشرانو جرګې دوام لري.
Forum