لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال اصف غفور پسې تړلي دګواښ بیان ته دپاکستان سینیټ کې سخت غبرګون ښودل شوی


جنرال اصف غفور سره دتړلي بيان پسر سينيټ کې د بحث په وخت صوبه کې د واکمن باپ ګوند سينيټر نصيب الله بايزي مولانا هدايت الله باندې د خپل وشخصي ګټو لپاره د ځایي ولس د کاروولو تورونه لګولى وو
جنرال اصف غفور سره دتړلي بيان پسر سينيټ کې د بحث په وخت صوبه کې د واکمن باپ ګوند سينيټر نصيب الله بايزي مولانا هدايت الله باندې د خپل وشخصي ګټو لپاره د ځایي ولس د کاروولو تورونه لګولى وو

دپاکستان دسينيټ غړو د بلوچستان دکور کمانډر جنرال اصف غفور سره په تړلي هغه بيان سختې نیوکې کړي چې ترمخه يي اصف غفور ګوادر بندرګاه باندې داحتجاج کوونکو جيلونو ته داچولو خبردارى ورکړى و.

بلوچستان صوبه کې واکمن باپ ګوند سره تړاو لرونکو د سينيټ غړو د اصف غفور سره تړلى دغه بیان بي اساسه ګرځولى او ددې پسر راپورته شوی غبرګون يي رد کړى دى.

د نهې، سه شنبې په ورځ دسينيټ غونډې ته وينا کې دجمعيت علماء اسلام( ف) ډلې سينیټر کامران مرتضا وويل د ګوادر دخلکو غوښتنې غير قانوني نه دي او نه ګوادر د چا قبضه کې دى چې څوک احتجاج نه شي کولى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې کامران مرتضا وويل احتجاج د ګوادر د ولس بنيادي حق دى او يو سويلين تن يا سياستمدار د دوي احتجاج ته جایز يا غلط ويلی شي خو پوځي جرنيل دا حق نه لري چي دوي د احتجاج د حق نه محرومه کړي.

په دې موقعه دبلوچستان سره تړاو لرونکي سينیټر دنيش کمار لومړى د جماعت اسلامي دسيڼیټر مشتاق او بيا د کامران مرتضا لخوا د جنرال اصف غفور سره دتړلى بيان پسر نيوکو باندې دحيرانتيا څرګندونه وکړه.

دنيش کمار وویل هغه نه پوهيږي چې دوي په ټولنيزو رسنيو باندې راغلی بېان ولې دومره په سنجيدګۍ سره اخستى دی.

خو د کامران مرتضى په خبره که جنرال اصف غفور دځان پسې دتړلي بیان سپيناوى وکړي نو هغه به هم خپل بيان بيرته واخلي.

ګوادر کې د حق دو تحريک يو کونسلر کاکاسليمان د تولنيزو رسنيو د لارى دعوه کړې جنرال صف غفور دوي ته خبردارى ورکړى که دوي کوادر بندر ګاه باندې بيا احتجاج وکړو نو جيلونه ته به اچول کيږي.

دبهر ملکي مطبوعاتو ترمخه ګوادر کي د جنرال اصف غفور سره ملاقات کې برخه اخستونکو د ګوادر نورو کونسلرانو هم داصف غفور ددغه خبردارى پخلى کړى دى.

دوي زياته کړې ده چې د اصف غفور وينا وه دګوادر ولس چې چرته غواړي احتجاج کولى شي خو ګوادر يا بندر ګاه باندې کيدونکى احتجاج به حکومت نه زغمي.

دتير دسمبر مياشتې پاي کې د حق دو تحريک احتجاجي پرلت پسر صوبايي حکومت ددغه تحريک مشر مولانا هدايت الله ګرفتار کړى و او دتحريک ديوشمير غړو په ضد يي مقدمى درج کړې وې.

جنرال اصف غفور سره دتړلي بيان پسر سينيټ کې د بحث په وخت صوبه کې د واکمن باپ ګوند سينيټر نصيب الله بايزي مولانا هدايت الله باندې د خپل وشخصي ګټو لپاره د ځایي ولس د کاروولو تورونه لګولى وو.

دا په داسې حال کې ده چې هم تيره ورځ د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير بلوچستان کي د امنيتي حالاتو دجاج اخستو لپاره د صوبې د بسيمه او خصدار سيمو دورې کړې دي.

د پوځ دعامه اړيکو دڅانګې ترمخه د جنرال عاصم منير وينا وه چې د بهرني سازش او د سازش دکورني ملاتړ کوونکو د لارې بلوچستان کې د اړي ګړي مخې نيولو لپاره پوځ چمتو دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG