لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پېنسلوینیا اعلا عدالت د انتخاباتو نتېجو چېلنج کولو یوه بله قضیه رد کړې 


د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه د پېنسلوینیا اعلا عدالت تیره شپه ناوخته یو د لاندیني عدالت هغه فیصله رد کړې چې تر مخه یې د صدارتي ټاکنو ځینو مقابلو اخیرۍ نتېجې اعلانولو ودرول شوی وو.

دا د ریپبلکن ګوند لخوا په ګڼو عدالتي قضیو کې تازه کېس وو چې غواړي په مهمو ایالتونو کې د صدر منتخب جو باېډن د بریا مخه ونیسي.

د پېنسلوینیا ایالت سپریم کورټ په یوه ګډه فیصله کې د لاندیني عدالت درې ورځې وړاندې ورکړل شوې فیصله رد کړې او زیاته کړې یې ده چې د پېنسلوینیا ګران او کلونو زوړ ډاکي ووټونو قانون د چیلنج کولو دغه کېس د ټاکل شوې مودې نه میاشت وروسته جمع کړی شوی.

په فیصله کې قاضیانو د کېس په هغه لانجمنه برخه هم خبرې کړي چې پکې غوښتنه شوې، ټول انتخابات دې په شا وغورځولی شي.

جسټس ډیوډ وېچ په خپل نظر کې لیکلي ٫٫ دوي په دې دعوه کې پاتې راغلي چې په ډاک اچول شوی یو ووټ هم په جعلي ډول اچول شوی او یا شمارل شوی. ٬٬

د پېنسلوینیا سرکاري وکیل جاش شپېرو چې د ډیموکرېټ ګوند سره تعلق لري، دغه عدالتي فیصله ٫٫ د جمهوریت یوه بله بریا٬٬ بللې.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه وکیل روډي جولیاني په ورته وخت کې بیا بیا بې د کومو ثبوتونو دعوه کوي چې ډیموکرېټانو په جعلي توګه د ډاک په لار دغه انتخابات د صدر ټرمپ نه غلا کړي.

په پېنسلوینیا ایالت کې جو باېډن ډانلډ ټرمپ ته په ۸۰۰۰۰ ووټونو ماتې ورکړې. په کال ۲۰۱۶م کې په صدارتي‌ انتخاباتو کې صدر ټرمپ په پېنسلوینیا کې انتخابات ګټلي وو.

د څو اونیو زړې دغه عدالتي قضیه یا کېس چې د شمال لویدیز پېنسلوینیا ریپبلکن ګوند غړي ماېک کیلي یې مشري کوله، په دغې کې د ایالت د ډاک په لار د ووټونو قانون چیلنج شوی وو او ورته غیر اېیني ویل شوي وو.

کیلي او د ریپبلکن ګوند نورو خواست کونکو بیا په قانوني توګه اچول شوي ۲۵ لکه ووټونو رد کول د دغې علاج خوښ کړی وو. په ډاک اچول شوي دغه ووټونو کې زیات د ډیموکریټانو وو. ددغې قضیې مقصد د انتخاباتو نتېجې ختمول او د ریپبلکن اکثریتي ایالتي اسمبلۍ قانون دانانو له دا اختیار ورکول وو چې د صدر ټاکونکي پخپله انتخاب کړي.

جج وېچ په خپله فیصله کې لیکلي، په هر صورت کې دغه خواست چې د ایالت قانون جوړونکي دې د صدر ټاکونکي(الیکټورل) انتخاب کړي، د پیړۍ زور قانون سره په ټکر کې راځي کوم چې د وړاندې نه دغه اختیار زیاتې رایې ګټونکي له ورکوي.

د پېنسلوینیا اعلا عدالت په دغه ګډه فیصله کې دوه ریپبلکن ججانو د پینځه ډیموکرېټانو سره په ګډه دغه خواستونه رد کړي، خو دوي په یوه بله دعوه کې د ډیموکریټانو سره اختلاف لرلو چې د ایالت د ډاک په لار د ووټونو ورکولو قانون کېدی شي د اېین سرغړونه وي او دې ته بیا کتنه پکار ده.

د پېنسلوینیا لاندیني عدالت جج پېټریشیا مېکول د شورو / چارشنبې په ورځ د ایالت د پاتې انتخابي نتېجو تصدیق کول ودرولو فیصله کړې وه. دغه ججه په کال ۲۰۰۹ کې د ریپبلکن ګوند لخوا ټاکل شوی وو.

که څه هم د دې فیصلې سره د صدراتي انتخاباتو نتیجو بدلیدو څه امکان نه وو، خو ګورنر ټام وولف چې د ډیموکرېټ ګوند سره تعلق لري، په پېنسلوینیا کې د جوباېډن د ګټې پخلی کړی وو. ټام وولف بیا د لاندیني عدالت د ججې فیصله د ایالت اعلا عدالت کې چېلنج کړه چې پکې دعوه شوې وه د دوي سره ٫٫ مناسب جواز٬٬ نشته.

د پېنسلوینیا دغه عدالتي قضیه په داسې حال کې رد کړی شوی چې ریپبلکن ګوند په یو شمیر نورو قضیو کې د ماتې سره مخ شوی. دغه قضیې د صدر ټرمپ کمپاېن ډلې او د ګوند د پلویانو لخوا په ایالتي او فېډرلي / وفاقي عدالتونو کې داخل کړی شوي وو.

د جمعې په ورځ هم د فیلډلفیا یو وفاقي عدالت په د ټرمپ د کمپېن ډلې خوا د ایالت د انتخاباتو نتېجې چېلنج کول په کلکه رد کړي وو. په دغه قضیه یا کېس کې د ټرمپ د کمپېن ډلې دا شکاېت کړی وو چې د انتخاباتو څارونکي دې ته نه وو پرېښودل شوي چې په ډاک لیګل شوي خطونه وڅیړي،‌ ځکه دغه ووټونه د ډیموکرېټانو په مرکزونو فیلډلفیا او الګیني کاونټۍ کې شمارل شوي وو.

د صدر ټرمپ وکیلانو ژمنه کړې چې دوي به اوس د دغه فیصلې پرضد د امریکا سپریم کورټ ته ځي په داسې حال چې فیصله کې جج دا رایې ورکړې چې ٫٫ د کمپاېن دعوې هیڅ وړتیا نه لري.٬٬

XS
SM
MD
LG