لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان بیا ویلي، امریکا سره یې د استخباراتي معلوماتو شریکول ځنډولي


پاکستان يو واري بيا ويلي، چې له امریکا سره یې د استخباراتي یا انټلېجنس معلوماتو راکړه ورکړه ځنډولې ده او په پاکستان کښي اوس د ترهګرو پټنځایونه نه شته.

د پاکستان د دفاع وزير خرم دستگير وي او ای ته ويلي، د پاکستان او امريکا تر منځ د استخباراتي معلوماتو راکړه ورکړه د کوم تړون له مخې نه کېده نو له همدې امله پاکستان ددې پرېکړې په کولو امریکا ته کوم نوټس هم نه دی ورکړی. خرم دستګیر وویل، له امریکا سره دا مهال د معلوماتو تبادله په عملي توگه درول شوې ده.

خرم دستگير زیاتوي، د پاکستان لخوا په کال ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کې د امريکا سره ډير زيات انټليجنس معلومات شريک شوي وو او د پاکستان ددغو مرستو له امله امريکا ددې جوګه شوه چي د سيمې نه القاعده ورکه کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر دغه ادعا پداسې حال کې کوي چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې یوه پوځي مرکز ته څېرمه ووژل شو.

په پاکستان کښي د ترهګرو د خوندي ځايونو په اړه د پاکستان د دفاع وزير ويلي دي چې دا ډول مرکزونه په بشپړه توګه له منځه تللي او د پاتې لږ ډیرو ترهګرو پرضد هم دوی ګامونه پورته کوي.

خرم دستګير وړاندې وویل، امريکا په پاکستان باندې د ترهګرو پرضد د ګام پورته کولو په برخه کې فشار آچوي خو خپله يې په افغانستان کې که څه هم ډیر وخت تیر کړ خو دا مني چي اوس هم د افغانستان دوه څلويښت (۴۲٪) فيصده خاوره د افغان حکومت په واک کې نه ده.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د پاکستان پرضد د سختو ټکو د کارولو په اړه ده وویل، چې باید دواړه هېوادونه له یو بله سره په ډپلوماټیکه ژبه خبرې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG