لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: پاکستان اؤ هند ته مذاکراتو لپاره دګامونو اخستو ضرورت دى


دپاکستان دخارجه دفتر وياند اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي چې دپاکستان اؤ هند ترمينځ دبامقصده مذاکراتو پيل کولو لپاره دواړو لورو ته دګامونو اخستو ضرورت دى.
سرکاري ټي وي سره خبرو کې دخارجه دفتر وياند دهند په امرتسر کې دمظاهرينو له لوري په يوه ورځ کې دوه ځله ددوستۍ بس په زوره داودرولو په پيښه دخفګان څرګندونه وکړه اؤ په هندي چارواکو يې دمسافرو دتحفظ باوري کولو غږ وکړو.
دخارجه دفتر وياند وويل په دغه اړه به هند سره رابطه کولى شي.
دجمعې په ورځ دنوي ډيلي څخه لاهور ته روان ګاډى ( دوستي بس) په امرتسر کې مظاهرينو اودرولى ؤ، خو وروستو پاکستان ته په حفاظت سره ورسيدو.
دګل په ورځ دهندي چارواکو په وينا ٢٠ؤ وسله والو په لا ئن اف کنټرول ٥ هندي پوځيان وژل شوي وؤ اؤ په دغو وسله والو کې ځينو دپاکستاني پوځ دريشۍ اغوستې وې، په نوي ډيلي کې مظاهرين سړکونو ته راوتلي اؤ ددغه پيښې ذمه واري په پاکستان کې اچوي، خو پاکستان دغسې تورونه ردوي اؤ وائي پوځ يې دډزو په دغه پيښه کې لاس نۀ لري.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دزيارت په ورځ دخارجه وزارت دچارواکو سره يوه مهمه غونډه رابللې وه اؤ په ډاګه کړې يې وه چې دهند اؤ پاکستان دواړو لپاره ضروري ده چې په لا ئن اف کنټرول داوربند دبحالۍ لپاره موثره ګامونه واخلي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياند هند څخه پاکستاني سفارت خانې اؤ عملې ته دتحفظ ورکولو غوښتنه هم کړې ده.
XS
SM
MD
LG