لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د پښتونخوا په بجټ کې نه کومه مهمه منصوبه شته نه يې کومه واضحه ايجنډا شته


محمد فهيم وايي دا منصوبي چا راوړلې وې؟ که د پروېز خټک دور و هغه هم د پي ټي ائي و که د محمود خان دور و هغه هم د پي ټي ائي و او د علي امين ګنډاپور دا دوره هم د پي ټي ائي ده او دا ټوله ذمه واري هم په دغه يوه پارټۍ باندي ده.
محمد فهيم وايي دا منصوبي چا راوړلې وې؟ که د پروېز خټک دور و هغه هم د پي ټي ائي و که د محمود خان دور و هغه هم د پي ټي ائي و او د علي امين ګنډاپور دا دوره هم د پي ټي ائي ده او دا ټوله ذمه واري هم په دغه يوه پارټۍ باندي ده.

حميدالله جان

عثمان خان

د معاشی چارو څيړ‎ونکی وايي د پښتونخوا د 1754 بلینہ کلیزہ بودیجہ يا بجټ پہ تادی کې جوړ‎ شویدی او دغہ بجټ کوم واضحہ حکومتی تګلارہ او پلان نه څرګندوی.

خو حکومت بیا وايي دوی د بجټ په جوړ‎ولو کې د ولسی ښېګړو او د ټولنیز پرمختګ ضرورتونہ پہ پام کې ساتلی دي.

د پښتونخوا کليز بجټ ښيي د سرکاري اهلکارو د تنخاګانو او امروزه خرڅو تخمينه يو زر او دري نوي بلينه روپۍ او په قبايلي ضلعو کې دغه خرچه يو سل پنځه څلويخت بلينه روپۍ ده.

د صحت په محکمه کې د صحت کارډ د څلور ديرش اربه روپو نه پرته بله کومه غټه منصوبه نه ښکاري او په بندوبستي ضلعو کې د يو سل پنځه منصوبو دپاره به د صوبائي حکومت نور يو سل دوه ويشت بلينه روپۍ پور اخلي.

د کال دوه زره څلويشتم او دوه زره پينځويشتم په بجټ مو د خبريال او څېړونکي محمد فهيم نه وي او ای ډيوه وپوښتل نو هغه وايي “په ای ډي پي کې ستاسو تقريبا څه د پاسه نولس سوه ټول پراجيکټس دي او هغي کې څه کم دري سوه نوي دي باقي غونډ زړا دي. که مونږ تروفارورډ وګورو نو کوم تروفارورډ دوه نيم زرو اربو روپو نه اوړيدلي وو هغه حکومت يولس سوه اربه روپو ته راوستلو. اوس حکومت وايي په هغي کې شپږ سوه نه بره منصوبې وې چې هغه سياسي وې او غير ضرور وې".

محمد فهيم وايي دا منصوبي چا راوړلې وې؟ که د پروېز خټک دور و هغه هم د پي ټي ائي و که د محمود خان دور و هغه هم د پي ټي ائي و او د علي امين ګنډاپور دا دوره هم د پي ټي ائي ده او دا ټوله ذمه واري هم په دغه يوه پارټۍ باندي ده.

د بجټ د وايټ پيپر ترمخه صوبه دا وخت شپږ سوه دوه ديرش اربه روپۍ قرضدارې ده، په پښتونخوا کې د تحريک انصاف پرلپسې حکومتونه د معدنياتو او سېلګرۍ د محکمو د ودې خبره کوي خو سخکال حکومت د ترقياتي بجټ دوه فيصدي د سېلګرۍ دپاره او صفر اعشاريه صفر پنځه فيصدي برخه د معدنياتو د څانګې د پرمختيا دپاره ځانګړې کړېدي.

څيړونکي ګڼي چې په صوبائي بجټ کې ښودل شوو اندازو کې لاندي باندي به د صوبې په ټولو محکمو کې تابيا شوي پرمختيائي چاري اغيزمنې کړي.

د صوبې د خوراک وزير ظاهر شاه طورو وايي “محصولات کې دوه نوي فيصدي زمونږ د مرکزي حکومت سره وي نو هغه محصولات خو زمونږ د هميشه دپاره يو کمي زياتي خو هغي کې کيږي نو که کم وي نو کم وي او که زيات شي نو بيا زيات وي. دي ځل زمونږ چې کوم شئيرز دي هغه خو به مونږ ته راکوي د هغي خپل ځای خو مونږ بجټ کې پريخودی دی او هم د هغي حساب سره مونږ روان يو‘‘.

د اعلا او ثانوي تعليمونو په برخه کې حکومت ديرش کالجونه او دري نيم سوا سکولونه د کرايې په ځايونو کې د پرانستلو ويلي دي او دې سره سره يې يو سل زره کسانو ته د روزګار د موقعو کتلو ژمنه کړېده خو بيا د صنعتونو د محکمې دپاره کليزه پرمختيائي بوديجي برخه يواځې نيمائي فيصدي د.

د ښېګړو په پروجو کې د وړو د رعايتي نرخونو دپاره شپږويشت اعشاريه اووه بلينه روپۍ، د بي ار اټي بس سروس دپاره دري بلينه روپ، د ويړيا دوايانو دپاره يولس بلينه روپ، د افتونو په وخت د مرستو دپاره دوه نيم بلينه روپۍ او د پناه ګاهو دپاره نوي کروړه روپۍ حکومت سخکلنۍ بوديجه کې ايښودې دي.

محمد فهيم وايي “نوی پراجيکټ نشته نوی پلاننګ نشته نو بيا دا څنګه د حکومت بجټ دی حکومت وايي مونږ به يو لاک خلکو ته روزګار ورکو طريقه کار يې څه دی؟ نو هيڅ پته يې نشته دی. دغه حکومت د دې نه وړاندې په کال دوه زره نو کې پينځه اربه روپۍ ورکړي د ځوانانو محکمي ته اوسه پوري هغه ندي لګيدلي چې هغه وخت يې کار ونکړو نو اوس به څنګه کوي؟ بيا حکومت وائي مونږ به پينځه زره کورونه جوړوو چې تپوس مو اوکړو د فنانس مېنسټر نه څنګه به يې جوړوي نو وائي مونږ پدي باندي کار ندی کړی‘‘.

د ښځو او ځوانانو د ترقي، د پاپوليشن ولفئير، د چاپيريال د ساتنې، خوراک، ليبر، قانون او انصاف د څکلو د پاکو اوبو او صفائي محکمې په کليزه پرمختيائي بوديجه کې د حکومتي پامه غورځيدلي ښکاري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG