لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون ملتپاله ګوندونو ١٨م اييني ترمیم کې د بدلون پرضد د احتجاج دهړکه کړې


د پاکستان تحریک انصاف حکومتي وزیرانو لخوا د ۱۸ اييني ترمیم پرضد د بیانونو وروسته د پاکستان مرکزي سیاسي ګوندونو ترڅنګ پښتون ملتپاله سیاسي ګوندونو دغه بیانونه غندلي او د احتجاجونو دهړکه يې کړې.

تیره ورځ د خېبر پښتونخوا په صوابۍ کې یوې جلسې ته د وینا په وخت د ملت پاله ګوند عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان ویلی ۱۸ اييني ترمیم د پاکستان وړو صوبو ته د هغوي حقونه ورکړي او اوس به چا ته د دغه حقونو اخستو اجازه ورنه کړي.

اسفندیار ولي خان ویلي:٫٫ ۱۸ اييني ترمیم د پښتنو بچو ته د دوي حق ورکړی. هغه حق چې پخوا به نورو خوړلو. د پښتنو بچې به د لوګې سره مخ وو او په ګټه وټه به يې نورو مزې کولې.٬٬

نوموړي دهرکه ورکړې چې د پښتنو حق به نور بل چا ته خوړلو ته پرې نه ږدي او که د تحریک انصاف حکومت داسې څه ګام پورته کړو نور پرضد به يې احتجاج کوي.

د ۱۸ اېیني ترمیم په اړه د تحریک انصاف ګوند د وزیرانو په بیانونو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عثمان کاکړ بیا وي او ای ډیوه ته ویلي یوه خاص ډله (لابي) د دغه ترمیم پرضد کار کوي او که د تحریک انصاف حکومت داسې څه ګام پورته کړو نو دغه به د پاکستان په تاوان تمامیږي. عثمان کاکړ ویلي : ٫٫ پښتانه، بلوڅان، سندیان او سراېکیان به کله هم په۱۸ ترمیم کې څه قسمه بدلون وه مني. او که چرې د تحریک انصاف حکومت دا ګام پورته کړو نو بیا به د هیواد سنبالول ګران شي.٬٬

ښاغلي عثمان کاکړ دا تور هم لګولی چې د پاکستان وزیراعظم عمران خان دراوستلو یو مقصد دا هم کیدی شي چې دغه ترمیم ختم کړي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د خزانې وزیر اسد عمر تیره ورځ ویلي وو چې د ۱۸م اېیني ترمیم او اېن اېف سي اېوارډ له سببه راروان بجټ جوړولو کې د سختو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي د دغه بیان وروسته د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو په تحریک انصاف ګوند نیوکې کړي چې دوي یو وارې بیا د وړو صوبو حقونه راخلي او اسلام اباد ته يې ورکول غواړي.

د تحریک انصاف ګوند یا مرکزي حکومت لخوا تر دې دمه په ۱۸ اېیني ترمیم کې د بدلون په اړه څه نه دي وېل شوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG