لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې د نجات خیریه تنظیم، له داعش سره د مرستې په الزام تور لیست کې شامل کړ


د امریکا د خزانې وزارت په افغانستان کې د "نجات خېرښېگڼې تنظیم" په دې تور په خپل تور فهرست کې شامل کړی چې گني هغه تنظیم په افغانستان کې داعش ډلې سره همکاري کړې ده.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د سید حبیب احمد خان په مشرۍ د نجات تنظیم به د خیرښېگڼې په بهانې، د داعش ـ خراسان ډلې ته د پیسو د انتقال تسهیلات برابرول او د هغې ډلې د ترهگریزو چارو ملاتړ یې کاوه.

د امریکا د خزانې وزارت د بیان تر مخه، د نجات تنظیم په کال ٢٠١٦ کې په افغانستان کې جوړ شوی او بیا یې د خېریه چارو تر پوښښ لاندې، داعش ډلې ته د پیسو د انتقال په برخه کې همکاري کوله. همدا شان ویل شوي چې دې تنظیم د سلفیانو د پیوستون د غونډې په بهانه، خپل د پلان جوړولو ناستې جوړولې او په هغه کې د سلفیانو جگپوړو مشرانو، چې ځیني یې د تنظیم مالي ملاتړي و، هم برخه اخیستې ده. په دې منځ کې، یو یې روح الله وکیل نومیږي چې پر هغه او سید حبیب احمد خان دواړو، امریکا پابندۍ هم لگولي دي.

سید حبیب احمد خان، ویل کیږي چې دا وخت په کویټ کې دی. داسې ویل کیږي چې دغو کسانو به په قطر، عربي اماراتو، عراق، او نورو ملکونو کې له خلکو څخه مرستې راټولولې او بیا به یې په کابل او ننگرهار کې د داعش کسانو ته انتقالولې.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند، یونس سالک، د طلوع ټلویژن ته ویلي چې تر دې ځایه پورې، د نجات خیرښېگڼې تنظیم فعالیتونه، دوی ته عادي معلوم شوي خو که اړتیا پیدا شي، دوی به بې له شکه د یاد شوي تنظیم د فعالیتونو مختلف اړخونه وڅېړي.

داعش ډله د داعش خراسان په نوم افغانستان کې د فعالیت اعلان کړی و. داعشیانو په تېرو څو کلونو کې د ننگرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې گڼ شمېر خلک ووژل او قومي مشران یې لا په بمونو والوزول.

افغان صدر محمد اشرف غني نن د نهې/سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ننگرهار ولایت کې نور د داعش ډله ماته شوې او له منځه تللې ده. د یادې ډلې سلگونو جنگیالو له خپلو کورنیو سره ځانونه افغان حکومت ته سپارلي دي. افغان چارواکي وایي چې په دې جنگیالیو کې، له سلو زیات یې پاکستانیان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG