لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو: د خپلو پوځیانو له ویستلو پس هم د کابل ائیرپورټ ته امداد جاري ساتو


د کابل نړېوال ائیرپورټ چې اوس د حامد کرزي نړېوال ائیرپورټ په نامه یادیږي
د کابل نړېوال ائیرپورټ چې اوس د حامد کرزي نړېوال ائیرپورټ په نامه یادیږي

ناټو مشرانو نن د ګل/دوشنبې په ورځ په دې اتفاق وکړ چې له افغانستانه د دې ائتلاف د ځواکونو له وتلو پس به هم د کابل ائیرپورټ دپاره مالي امداد جاري ساتي.

د اې اېف پي خبرې ادارې رپوټ ورکړی چې د ناټو په یوه ناسته کې په دې اړه بیان جاري شوی او په کې ویل شوي دي: «د سفارتکاري او بین الاقوامي نمایندګیو دوامداره شتون او همدا راز له نړۍ سره د افغانستان د اتصال په برخه کې د حامد کرزي انټرنېشنل ائیرپورټ (کابل ائیرپورټ) اهمیت ته په کتلو سره، ناټو به انتقالي امداد برابر کړي چې د دې ائیرپورټ د فعالیت دوام یقیني پاته شي.»

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا صلاحیت لري چې د کابل د هوایي ډګر او نورو مهمو بنسټیزو تأسیساتو په ګډون د خپل هېواد امنیتي چارو ته په خپله اوږده ورکړي.

بل پلو د امريکې د صدر جو باېډن سره د وړومبي ملاقات نه وړاندې، د ترکي صدر رجب طيب اردګان دعوه کړې چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو او ناټو ځواکونو وتلو نه پس ترکي واحد داسې اعتباري ملک دی چې افغانستان کې ثبات راوستلی شي.

فایل فوټو - د ترکي صدر رجب طیب اردګان او افغان صدر اشرف غني - کابل
فایل فوټو - د ترکي صدر رجب طیب اردګان او افغان صدر اشرف غني - کابل

ترکي چې د امريکې سره د ناټو ائتلافي ځواکونو کې ملګری هم دی خو د امريکې سره په ډېرو شخړو او ټکو خړې پړې اړیکې لري. په دې اړه چې ترکي ولې د افغانستان نه د ناټو او امريکايي ځواکونو وتلو نه پس خپل فوځيان کابل کې د ايېر پورټ سيکيورټي لپاره شاته پاتې کولو باندې رضا دی، په دې حقله پېښور کې د ډان ورځپاڼې ايډيټر او د پاکستان او افغانستان امنيتي امور باندې پوه اسماعيل خان وايي ترکيان دا دعوې کوي چې دا يواځينی داسې باوري هيواد دی چې د افغانستان کشالې هوارولو او ثبات کې مهم رول لوبولی شي. خو طالبان دا خبره نه مني.

طالبانو وېلي دي چې څوک هم خارجي قوت شاته پاتې شو هغه به دوی خارجي قابض فوځ ګڼي او بريدونه به پرې کوي.

اسماعيل خان وايي: "ماته داسې ښکاري څنګه چې امريکه او ترکي سره د دې چې په ناټو کې پلويان دي. د دوي اړيکې ښې نه دي. نن سبا کې د اردګان صدر باېډن سره ليدل کاتل هم دي نو دا يوه هڅه ده چې يو داسې ګام واخلي چې د ترکي ارزښت پرې سېوا کړي. او ترکي هم دا يواځې نه شي کولی، هغوی به د پاکستان نه کمک غواړي. خو امريکه به ولې غواړي چې د ترکي په لاس د پاکستان نه کمک وغواړي ځکه چې د امريکي د پاکستان سره اړيکې د ترکي نه ډېرې ښه دي."

د پېښور پوهنتون د امن او شخړو مطالعې ادارې (انسټيټيوټ اف پيس اېنډ کنفلکټ سټډيز) يو استاذ او څيړونکی پروفېسر ډاکټر جميل احمد هم وايي چې ترکي دغه دعوې ځکه کوي چې ترکي اوس هم په ماضي کې اوسي او اوس هم د خلافت خوبونه ويني. خو د پاکستان او ترکي موجوده حکومتونو سياسي او نظرياتي اړيکې شته او هم په دغه تناظر کې ترکي دغه دعوې کوي.

هغه زیاتوي: "زه يې دې تناظر کې ګورم که ترکی داسې بيان ورکوي نو په هغې کې به په يقيني توګه د پاکستان خوشالي او رضامندي شامله وي. خو دا يو بېل حقيقت دی چې داسې يو قسمه هم هېواد چې هغه د افغانستان د اولس د هغوي د ټاکلي حکمران نه علاوه وي د هغې د رضامندۍ نه پرته هغوي ته پښې ږدي د افغانستان په ځمکه هغه به ډېر وخت پاتې نه شي او په تېښته به محبوريږي."

په اسلام اباد کې د انټرنېشنل اسلامک پوهنتون يو استاذ پروفېسر ډاکټر منظور افريدي وايي دا د ترکي خواهش دی چې په افغانستان کې د کابل ايېرپورټ د سيکيورټي لپاره شاته خپل فوځيان پاتې کړي خو اصل کې د دې شاته د ترکي درې څلور داسې مقصدونه دي چې هغه ترکي ترلاسه کول غواړي. ډاکټر منظور وايي چې ترکي غواړي چې کله امریکايي ځواکونو د افغانستان نه وځي او ترکي د افغان اولس په زړونو کې ځان ته ځای پېدا کړي.

ډاکټر منظور زیاتوي: "يو وجه په دې کې دا ده چې رجب طيب اردګان چې د ترکي صدر کله راهسې په اقتدار کې راغلی دی نو د دوي چې کومه نظريه ده يا بهرنۍ تګلاره ده نو هغه د اسلامي هېوادونو سره د نزديکت لرلو ده. نو ترکي د اسلامي نړۍ د يو چېمپين په طور باندې خپل ځان مخې ته راوستلی دی او نور هم راوستل غواړي."

ډاکټر منظور افريدي وايي چې کله راهسې طيب ارګان حکومت راغلی دی نو د پاکستان وزيراعظم سره عمران خان سره يې ډېرې نزدې اړيکې جوړې شوې دي. او په افغانستان کې پاتې کېدل هم په دې اړيکو کې د زياتوالي يوه کړۍ ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG