لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان امنیتي چارواکي: په کندهار کې ۲۵ د پاکستان شهریت لرونکي طالبان وژل شوي


په افغانستان کې بیا هم د طالبانو او حکومت ترمنځ تشدد زور اخیستی او په یوه شپه و ورځ کې لسګونه تنه طالبان او افغان عسکر وژل شوي دي. طالبانو په افغان ځواکونو د یو ځانمرګي برید ذمه واري منلې او افغان حکومت ویلي چې په هوایي بمباریو کې یې لسګونه طالبان وژلي دي.

د افغانستان امنیتي چارواکو ویلي چې په پکتیا، غزني، او کندهار ولایتونو کې د هوایي بمباریو او ځمکنیو جګړو له امله کم از کم ۴۷ طالبان وژل شوي او ځایي چارواکو دعوه کړې چې په کندهار کې یې د وژل شویو طالبانو نه، پاکستاني شناختي کارډونه موندلي دي.

د افغانستان سرکاري خبري ادارې، باختر، خبر ورکړی چې په کندهار ولایت کې بېګاشپه د افغان ځواکونو په هوایي حملو کې کم از کم ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویلي چې د افغانستان جنګي جهازونو د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د طالبانو پټنځایونه په نښه کړي او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

په همدې حال کې د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزي وي او اې ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې، د پاکستان شهریان هم شامل دي.

جمال بارکزي د نهې/سې شنبې په ورځ وی او اې ته وویل چې ۲۵ طالبان وژل شوي او دا ټول ګني د پاکستان شهریان و. د کندهار د پولیسو مشر جنرال تادین خان بیا پر خپل ټوېټر د وژل شویو کسانو د پاکستاني شناختي کارډونو عکسونه هم خپاره کړي دي.

د کندهار ځایي چارواکو دا هم ویلي چې د پولیسو او طالبانو په دوو نښتو کې، اته پولیس وژل شوي دي. لس تنه طالبان بیا په ارغستان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په کمین کې ووژل شول.

باختر نیوز ایجنسي همدا راز خبر ورکړی چې په کونړ ولایت کې هم افغان ځواکونو په طالبانو باندې هوایي حملې کړي دي. د رپوټ ترمخه، دا بریدونه د دوشنبې په شپه د ډيورنډ کرښې سره پرته په سرکاڼو ولسوالۍ کې شوي دي چې له امله یې، د افغان پوځیانو په وینا، شپږ تنه وسله وال یاغیان وژل شوي دي. یاده دې وي چې د دې بریدونو په سبا، یعنې د نهې یا سې شنبې په ورځ، د افغانستان د قامي سلامتیا یا ملي امنیت د شورا مشر حمدالله محب سرکاڼو ته سفر وکړ او له ځایي خلکو سره یې ولیدل.

پر افغان پوځیانو ځانمرګی برید

د یو بل رپوټ له مخې، د افغانستان په وردګ ولایت کې په افغان پوځیانو ځانمرګی برید شوی چې د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، اته عسکر په کې وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په یو بیان کې ویلي چې ځانمرګی بریدګر په یو ګاډي کې سپور و او د گل/دوشنبې په ورځ یې د وردګ په سیدآباد ولسوالۍ کې په افغان پوځیانو چاودنه وکړه او د ۸ عسکرو د وژلو ترڅنګ یې، نهه تنه نور زخمیان کړل.

طالبانو د دې حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده او ویلي یې دي چې د افغان سپېشل فورس لسګونه عسکر یې وژلي دي.

بل اړخ ته د پوځ چارواکو ویلي دي چې د دوشنبې په ماښام د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې اول طالبانو پر یو امنیتي چېک پوسټ حمله وکړه چې د افغان ځواکونو له خوا وځپل شوه او په نتیجه کې یې نهه طالبان ووژل شول او درې نور یې زخمیان شول.

حکومتي چارواکي همدا شان وایي چې په غزني کې هم تېره شپه طالبانو په څو سیمو کې بریدونه وکړل چې افغان عسکرو په جوابیه حملو کې ۸ طالبان ووژل او دوه نور یې ور زخمیان کړل.

د افغان حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جنګ او تشدد په دې وروستیو هفتو کې پس له هغه سېوا شوي چې حکومت د زرګونو طالبانو د خوشې کولو وروسته، د شاوخوا شپږ سوه طالب قیدیانو د خوشې کولو نه ډډه وکړه.

د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د امضا شوي تړون له مخې، تمه کېده چې په افغانستان کې به د خارجي قواوو د وتلو پر مهال، په تشدد کې کمی راشي او یا پوره ډزبندي به وشي. طالبانو په تېرو څه باندې پنځو میاشتو کې له امریکایي او ټولو خارجي قواوو سره ډزبندي کړې، مګر په افغان حکومتي ځواکونو یې حملو ته زور ورکړی دی.

حکومت له طالبانو غوښتي چې تشدد دې کم کړي، مګر طالبان وایي چې د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې اوربند "غیرمنطقي" دی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG