لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان خلاف د "ازادي مارچ" احتجاج پای ته ورسېد، د پلان بي احتجاجونه روان دي

په اسلام اباد کې د حکومت مخالف سیاسي گوندونو "ازادي مارچ" نومې احتجاج دوام لري. په دې اړه د حکومت او د حزب اختلاف تازه دریځونه او نور حال دلته لوستلی شئ

14:37 16.11.2019

کراچۍ/ په سيند صوبه کې د جمعيت علما اسلام ف د مشرانو پرضد مقدمه درج شوې

د سيند صوبې د کراچۍ ښار په موچکو پوليس تاڼه کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند د صوبې عمومي سېکتر سره د اته نورو کسانو او جوړې ګڼې پرضد مقدمه درج کړی شوې چې غټ سړک يې بند کړی دی.

د کراچۍ د موچکو پوليس پخلی کوي چې د جمعيت علمااسلام ف ګوند غړو د جمعې په ورځ د بلوچستان د حب ضلعې سره د بلوچستان او سیند صوبو ترمنځ غټه لار (سړک) بنده کړې او ګاډي يې ودرولي وو.

د ياد ګوند د سيند صوبې عمومي سېکتر راشد سومرو وي او ای ډيوه سره د مقدمې (اېف ايي ار) کاپي شريکه کړې چې پکې ليکل شوی د راشد سومرو او نورو اته کسانو سره د ۲۰۰ نه تر ۲۵۰ پورې کسانو غټ سړک بند کړی ؤ.

په اېف ايي ار کې ليکل شوي چې د سړک بندولو له امله تېز ګاډي د يو بل سره په ټکر شوي چې له امله يې ګاډو ته يې زیان اوختی دی.

د اېف ايي ار ترمخه د دغو کسانو په لاسونو کې ډنډې او وسله هم وه او په هغو مقدمې درج کړی شوي دي.

جمعيت علمااسلام ف ګوند د پاکستان تحریک انصاف د حکومت پرضد د ازادي مارچ د پلان ای ختمولو وروسته پلان بي پېل کړی او په سړکونو يې احتجاجونه روان کړي دي.

د زيارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان په بېلابیلو برخو کې جمعيت علمااسلام ف ګوند په غټو سړکونو د احتجاجونو لړۍ پېل کړې ده.

د مولانا فضل الرحمان په وېنا د حکومت پرضد غورځنګ کې ورته د مخالفه ګوندونو ملاتړ ترلاسه دی.

خو په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت دی او د ياد ګوند مشر بلاول بټو زرداري پرون ميډيا سره په خبرو کې ویلي د مولانا په پلان بي او سي نه دي خبر او نه يې د رهبر کمېټۍ د غړو سره کوم تفصيلات شريک کړی شوي دي.

14:22 15.11.2019

کراچۍ- د تحریک انصاف د حکومت پرضد د جمعيت علمااسلام ف ګوند احتجاجونه دوام لري

جمعيت علمااسلام ف ګوند د تحریک انصاف د حکومت پرضد د خپل پلان (بي) ترمخه د خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سيند صوبو په بېلابيلو علاقو کې غټ لارې (سړکونه) بندې کړي او په احتجاج ناست دي.

خېبرپښتونخوا کې احتجاجونه

د جمعيت علمااسلام ف ګوند ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د پرون راهسې په بنوکې انډس هایي وی، په نوښار کې غټ جرنيلي سړک (جي ټي روډ) په ملاکنډ کې د پل څوکۍ او شاهراره قراقرم باندې احتجاجونه روان دي.

د ياد ګوند يو مشر مفتي فضل غفور وي او ای ډيوه ته ويلي امکان دی چې نن د جمعې په ورځ مولانا فضل الرحمان نوښار، مانسهرې او ملاکنډ سیمو ته سفر وکړي او احتجاجي ناستو ته لاړ شي.

په بلوچستان کې کومې لارې بندې دي؟

د ياد ګوند د بلوچستان صوبې مشر مولانا عبدالواسع ويلي نن د جمعې په ورځ به په خضدار کې د کراچۍ او کوټې ترمنځ غټه لاره تړلې وي، او د پنجاب د ډېره غازي خان او بلوچستان صوبو ترمنځ د لورالايي لارې تړل شوي دي.

مولانا واسع ويلي د ۱۸ نومبر پورې به په صوبه کې دوه غټې غټې لارې تړي او بيا به په ټوله صوبه کې احتجاجا لارې بندوي.

په سيند صوبه کې درې ځايه لارې تړل شوي

جمعيت علمااسلام ف ګوند په سيند صوبه کې د بلوچستان صوبې سره د حب ريورډ لاره او د پنجاب صوبې سره په جېکب اباد او ګوټکي کې لارې بندې کړی دی.

اولسي غبرګون

د جمعيت علمااسلام ف ګوند لخوا د لارو تړلو په غبرګون کې د بېلابيلو ځايونو څخه د ډيوه خبريالان وايي خلک شکايت کوي چې د لارو بندولو له امله دوی د ستونزو مخامخ دي بايد لارې پرانستل شي.

خو جمعيت علما اسلام ف ګوند ويلي لارې احتجاجا بندوي او اېمبولنسونو يا ناروغانو ته لارې ورکوي د هغو مخه نه نيسي.

احتجاجونه به روان وي

مولانا فضل الرحمان ويلي د تحریک انصاف د حکومت پرضد به احتجاجونو ته دوام ورکوي.

مولانا فضل الرحمان د شورو، چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د ازادي مارچ د احتجاجي ناستې ختمولو او پلان (بي) اعلان کړی ؤ چې په ټولو صوبو او ضلعو کې به سړکونه بندوي او د دې لارې به خپل احتجاج ريکارډ کوي او د تحریک انصاف په حکومت به فشار اچوي چې عمران خان د وزيراعظمۍ څخه استفعی ورکړي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.

مولانا په ۲۷ م اکتوبر د کراچۍ نه ازادي مارچ پېل کړی او په ۳۱ اکتوبر اسلام اباد ته رسېدلی او هلته یې احتجاجي ناسته پېل کړې وه.

د حکومت غبرګون

د تحریک انصاف د حکومت د وزیراعظم د اطلاعاتو مشاورې فردوس عاشق اعوان پرون د زیارت پنجشنبې په ورځ ويلي ؤ مولانا ته دعا کوي چې د قامي سلامتيا دپاره کار وکړي.

هغې ويلي د مولانا پلان بي به هم د پلان ای په څېر ناکامه کيږي.

هغې دا هم ويلي ؤ مولانا په ۱۳ رنزونو اؤټ شو او عمران خان ۱۲۶ رنزونه جوړ کړي وو.

13:57 14.11.2019

د تحریک انصاف د حکومت پرضد د جمعیت علمااسلام د ازادي مارچ د احتجاج په پلان بي عمل پېل شوی دی

د ياد ګوند د پېښور وياند ډاکټر مسعود ګل وايي په بنو، مانسهره، چکدره او نوښار کې احتجاج پېل کړی شوی او غټ سړکونه به بندوي.

هغه وويل په بنو کې به د اکرم خان دراني په مشرۍ انډس هايي وی بندولی شي.

د وي او ای ډيوه خبريال ارشد مومند وايي ګل ورته ويلي چې د ګوند لخوا ورته لارښوونه شوې چې په پوره تیارۍ سره په احتجاج کښېني او سړکونه به پاخه وتړي او احتجاج ته به دوام ورکوي.

د بلوچستان څخه د ډيوه خبريال حفيظ الله شېراني خبر راکوي چې د کوټې چمن په غټه لار پرون تړ‎ل شوې وہ.

او نن جمعیت علما اسلام ویلي د مشورې وروستہ بہ د لارو بندولو پرېکړ‎ہ کوي

په سيند صوبه کې د جمعيت علمااسلام د مشرانو په وېنا د کراچۍ او بلوچستان ترمنځ حب ريور روډ به بندوي، په لاړکانه، جېکب اباد به د سيند او بلوچستان لاره تړي، په سکهر او پنوعاقل او شکارپور کې به د پنجاب سره لارې تړلی شي.

د حکومت غبرګون

د تحریک انصاف د حکومت د وزیراعظم د اطلاعاتو مشاورې فردوس عاشق اعوان وايي مولانا ته دعا کوي چې د قامي سلامتيا دپاره کار وکړي.

هغې ويلي د مولانا پلان بي به هم د پلان ای په څېر ناکامه کيږي.

هغې دا هم ويلي مولانا په ۱۳ رنزونو اؤټ شو او عمران خان ۱۲۶ رنزونه جوړ کړي وو.

د اسلام اباد څخه پرلت ختم

مولانا فضل الرحمان پرون په اسلام اباد کې د ازادي مارچ د احتجاجي ناستې ختمولو او پلان بي اعلان کړی ؤ چې په ټولو صوبو او ضلعو کې به سړکونه بندي او د دې لارې به خپل احتجاج ريکارډ کوي او د تحریک انصاف په حکومت به فشار اچوي چې عمران خان د وزيراعظمۍ څخه استفعی ورکړي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.

مولانا په ۲۷ م اکتوبر د کراچۍ نه ازادي مارچ پېل کړی او په ۳۱ اکتوبر اسلام اباد ته رسېدلی او هلته یې احتجاجي ناسته پېل کړې وه.

22:01 13.11.2019

د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د وزیراعظم عمران خان خلاف په اسلام اباد کې د "ازادي مارچ" احتجاج په ١۴ ورځ ختم کړو.

مولانا فضل الرحمان د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د احتجاج کډون والو ته وویل چې اوس به د "پلان بي" د لاندې د پاکستان به نورو برخو کې به د حکومت خلاف احتجاج ته دوام ورکوي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې د هغه د اعلان سره سم به د احتجاج برخه وال د اسلام اباد څخه ځي په خپلو سیمو کې به احتجاجونه کوي.

مولانا فضل الرحمان دغه اعلان په داسې حال کې وکړو چې د رپورټونو ترمخه د جی یو ايي پلویانو د بېلا بېلاو ښارونو کې لوې لارې بندې کړې وې.

مولانا فضل الرحمان د عمران خان د استعفا او د نویو انتخاباتو په غوښتنه کوله. که څه هم د حکومت مخالفو نورو ډلو هم د مولانا د احتجاج حمایت کولو خو په څرگنده یې مشري د جي یو ايي په لاسو کې ښکارېده.

عمران خان د جی یو ايي غوښتنې د منلو نه انکار کړی خو حکومت ویلي د حزب اختلاف سره په نورو موضوعاتو خبرو دپاره یې دروازې خلاصې دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG