داپوزیشن سره خبرو دپاره ټاکل شوې حکومتي کمیټې د نهې په ورځ د ددفاع د وزیر پرویز خټک په مشرۍ وزیراعظم عمران خان سره لیدلي اؤ هغه یې د اپوزیشن ډلو دغوښتنو نه خبر کړی دی.
دجمعیت علماء اسلام دمشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ دپاکستان دیو شمیر اپوزیشن ګوندونو په لګونو فعالین دامهال پلازمینه اسلام اباد کې په احتجاج بوخت دي اؤ د وزیراعظم عمران خان نه د استعفا غوښتنه کوي.
د حزب اختلاف سیاسي گوندونو سره د خبرو دپاره د حکومتي کمېټۍ مشر او د دفاع وزیر پرویز خټک ویلي دي چې د مخالفه ډلو رهبر کمېټۍ سره یې په ځینو خبرو اتفاق شوی دی خو وایي چې په کومو خبرو خنډان موجود دي کوښښ کوي چې د لرې کولو دپاره یې لاره راوباسي.
د اپوزیشن رهبرکمېټۍ مشر اکرم خان دراني وویل چې په خپلو غوښتنو ولاړ دي. رهبر کمېټي وايي چې په خبرو کې پرمختگ هغه وخت کېدلی شي چې وزیراعظم عمران خان استعفا ورکړي
په اسلام آباد کې د "ازادي مارچ" برخه وال د ساعت تیري دپاره د توپ ډنډې لوبه کوي