لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې وسله والو سره جګړه کې پوځ د خپلو 10 عسکرو د وژل کېدو تصدیق کړی 


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه

د پاکستان پوځ د دې خبر تصدیق کړی دی چې د بلوچستان صوبې په کېچ سیمه کې وسله والو سره جګړه کې یې 10 عسکر وژل شوي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار د زیارت، پنجشنبې، په یو بیان کې وویل په جګړه کې یو وسله وال هم وژل شوی او ګڼ شمېر نور وسله وال زخمیان شوي دي.

پوځ دا نه دي ویلي چې ایا مبینه زخمي وسله وال یې نیولي او که نا؟

پوځ وویل په کېچ کې جګړه د نهې، سه شنبې، او د شورو، چهارشنبې، ترمنځ شپه کې د امنیتي ځواکونو په پوسټ د وسله والو د حملې وروسته شروع شوه.

پوځ وویل د جګړې وروسته په سیمه کې د عملیاتو په مهال یې درې مشکوک وسله وال نیولي هم دي.

د پوځ د تصدیق نه وړاندې د بلوچستان د کورنيو چارو مشير مير ضيا لانګو د وي او ای ډیوه سره خبرو کې د نهو عسکرو د وژل کېدو خبره کړې وه.

د تربت ضلعې د ليويز چارواکي ویلي وو چې د پوځ په پوسټ حمله د تربت د ضلعۍ مرکز کيچ څخه 46 کلوميټره په فاصله د سبدان په سېمه کې شوي وه.

د کېچ د پېښې په اړه په سمدستي ډول د پوځ په خاموشۍ خبریالانو په سوشل مېډیا پوښتنې راپورته کړې وې.

د نیویارک ټایمز خبریال سلمان مسعود په کېچ کې د پېښې یوه ورځ وروسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو ټويټ کې وویل چې د مبینه حملې وخت وشو خو په اړه یې د اقرار او انکار رپوټونه خپرېږي.

سلمان مسعود دا حالت د ‘جګړې د رېښتونې لړې (لوخړې)’ په توګه یادوي.

له مشهورو بهرنيو رسنيو سره کارکوونکي خبريال کيا بلوڅ پر خپل ټويټر ليکلي وو چې "لومړني راپورټونه ښيي چې په بريد کې 10 تنه عسکر وژل شوي او 4 نور عسکر لادرکه شوي دي.

د کيا بلوڅ پر خبره په پېښه کې مړه شوي 8 سرتيري دپاکستان له پنجاب ايالت سره او دوه د بلوچستان ايالت له لسبيله او نصيراباد سېمو سره تعلق لرونکي دي.

د ځايي خبريالانو په خبره د ياد بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې " بي ايل ايف" منلې ده.

د ای اېس پي ار په بیان کې د حملې ذمه واري په چا نه ده اچول شوي.

بي ايل ايف په مبینه توګه دعوه کړې چې په دې بريد کې يې 17 سرتيري وژلي او د هغوئ وسله يې له ځان سره وړې ده.

د بلوچستان د کورنيو چارو مشير ضيا لانګو وي او ای ډیوه سره خبرو کې د بي اېل اېف دغه دعوه کړې ده.

لانګو وویل “داسې بريدونه کونکي د پاکستان دښمنان او ترهګر دي اؤ ورته به په هر حال کې کلک ځواب ورکولی شي"

د سږ کال د جنورۍ پر 21 مه د پنجاب ايالت په سر ښار لاهور کې هم د يوي چاودني په ترڅ کې دري تنه وژل شوي او تر شلو زيات ټپيان شوي وؤ، د ياد بريد ذمه واري نوې جوړه شوې بلوڅ وسله والي ډلي "بلوڅ نيشنلسټ ارمي" منلي وه.

د ترهګريز بريدونو د حساب نيولو بهرنۍ اداره " ساوتهـ ايشين ټرريزم پورټل " شميري ښيې چې د روان کال په اولنۍ مياشت کې په بلوچستان ايالت کې څلور بريدونه شوي چې پکې د 12 امنيتي ځواکونو په ګډون ټول 20 کسان وژل شوي دي.

د شمېرو تر مخه په تربت ضلعه کې د وسله والو لخوا د تېري شپي بريد د شاوخوا اتوؤ مياشتو را پدي خوا پر امنيتي سرتيرو تر ټولو لويې بريد ګڼل کيږي.

د دې رواني مياشتي پر 11مه بلوڅ بيلتون غوښتونکو ډلو "بلوڅ ري پبلکن ارمي (بي ار اې) او يونايټډ بلوڅ ارمي (بي اين اې) په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي وؤ چې فيصله يې کړې چې له دې وروستو به د " بي ار ای" او "بي اين ای" دواړه ډلي تحليلې وي او د "بي اين اې" يا بلوڅ نيشلسټ ارمي تر نامه لاندې به وسله وال فعاليت کوي.

ضيا لانګو وويل چې دې تنظيمونو ته د نومونو نه بلکې د خپل فکر او لارې بدلولو ضرورت دی.

د ضيا لانګو په خبره د هرې مسئلې حل په ناسته او خبرو کې دی اؤ چې کوم خلک پاکستان مني دوئ د هغوی ګېلو او خبرو اورېدلو ته تيار دي۔

د پاکستان وزيراعظم عمران خان تير کال ويلي وؤ چې له بلوڅ بيلتون غوښتونکو ډلو سره مذاکراتو کولو ته تيار دی او ددې موخې لپاره يې د بلوڅ مشر نواب اکبر بګټې لمسی شاه زين بګټي خپل مشير ټاکلی دی خو شنونکي وايي چې د شپږو مياشتو له تيريدو وروسته هم په دي لړ کې پرمختګ نه دی شوی۔


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG