د پاکستان پوځ ويلي، د بلوچستان صوبې په قلعه سېف الله کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس عملياتو یې د داعش مهم ترهګر وژلی دی.
د پاکستان پوځ ويلي، په قلعه سېف الله ضلع کې د مهم ترهګر د موجودګۍ خبر وو، پوځ یې پرضد عمليات کړي، "د عملياتو په وخت د ډزو تبادله شوې او د داعش مهم هدف عبدالشکور عرف نعمان عرف ابوحمزه خراساني وژل شوی دی".
په عملیاتو کې پوځ يا امنيتي ادارو ته د تاوان څه دي ویل شوي.
د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو د عوو په خپلواکه توګه تاید ممکن نه وي.
پوځي بيان کې زياته کړی شوې،"وژل شوی ترهګر په اوومه فرورۍ قلعه سېف الله د شوې چاودنې ماسټر ماينډ يا مرکزي کردار او امنيتي ادارو ته انتهايي مطلوب وو".
پاکستان کې د اتمې فرورۍ د انتخاباتو نه يوه ورځ وړاندې د بلوچستان په قلعه سیف الله او پښين ضلعو کې د دوو انتخابي دفترو مخې ته چاودنې شوې، او په دغو چاودنو کې لږ تر لږه 28 کسان وژل شوي او د 40 زيات نور ژوبل شوي وو.
وړومبۍ چادونه په پښین کې د ازاد امیدوار اسفندیار خان د الېکشن دفتر مخې ته شوې او په دغه چاودنه کې لږ تر لږه د 16 کسانو وژل کېدو ويل شوي وو.
دویمه چاودنه په قلعه سیف الله کې د جمیعت علمااسلام د انتخابي امیدوار مولانا عبدالواسع د دفتر سره شوې او 12 کسان پکې وژل شوي وو.
د دغو چاودنو زمه واري چا نه وه منلې.
پوځ ویلي، وژل شوي ترهګر د ځانمرګونو بريدونو پلان لرلو، خو په وخت یې پرضد چټک اقدام وشو او مخه یې ونیول شوه.
د پاکستان پوځ پرون په يو بل جاري کړي خبر کې ویلي وو، په انتخابي عمل کې 51 ترهګر بريدونه شوي، زياتره یې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي وو، د لسو امنيتي اهلکارو په ګډون پکې ټول 12 تنه وژل شوي وو.
Forum