لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر: د ترهګرۍ او د خانه جنګۍ جوړوونکو خلاف یو


 علي وزير وویل چې زمونږ خلكو ته په قامي مېډيا هېڅ ځاې نه وركولې كېږي. هغه زیاته کړه چې په كراچۍ كې که يو سپې څوک وچېچي نو قامي مېډيا شپه او ورځ دا خبر خپروي خو چې د عثمان كاكړ جنازې او د جاني خيلو احتجاجي پرلت ته مېډيا هېڅ ځای نه وركول كېږي
 علي وزير وویل چې زمونږ خلكو ته په قامي مېډيا هېڅ ځاې نه وركولې كېږي. هغه زیاته کړه چې په كراچۍ كې که يو سپې څوک وچېچي نو قامي مېډيا شپه او ورځ دا خبر خپروي خو چې د عثمان كاكړ جنازې او د جاني خيلو احتجاجي پرلت ته مېډيا هېڅ ځای نه وركول كېږي

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخكښ مشر علي وزير وېلي دي چې وخت راغلی چې رياست په خپلو تګلارو اولس او پارليمان په اعتماد كې واخلي او که داسې نه وي نو په هېواد كې به وينه تويه شي۔

د اسمبلۍ د بجټ غونډې ته خپله وېنا کې علي وزیر دا هم وویل چې د خېبرپښتونخوا نویو ضلعو یا پخوانۍ قبایلي سیمو سره د صوبايي او د وفاقي حکومت ژمنې په تېرو دریو کلونو کې نه دي پوره کړی شوي.

علي وزير چې د رياستي ادارو په ضد د مبینه خبرو په الزام د كراچۍ په یو زندان کې بند دی د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د قامي اسمبلۍ په غونډه کې شرکت وکړو. د اسمبلۍ سپيكر چارواکو ته علي وزیر د اسمبلۍ غونډې ته د راوستلو امر کړی و.

علي وزير د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان كاكړ د مرګ په پوسټ مارټم رپورټ باندې نيوكې وكړې او ویې وېل چې حكومت به تر كومې پورې دروغ وایي؟

د خزانې وفاقي وزیر شوكت ترین
د خزانې وفاقي وزیر شوكت ترین

علي وزیر وویل د عثمان كاكړ په جنازه كې چې د هېواد ګوټ ګوټ نه خلكو دومره په ګڼ شمېر كې ګډون وكړو او هغه ته چې كومې پېرزوينې وړاندې شوې آيا دا تاسو ته د رېښتيا وئېلو لپاره كافي نه دې؟

علي وزير وویل چې زمونږ خلكو ته په قامي مېډيا هېڅ ځاې نه وركولې كېږي. هغه زیاته کړه چې په كراچۍ كې که يو سپې څوک وچېچي نو قامي مېډيا شپه او ورځ دا خبر خپروي خو چې د عثمان كاكړ جنازې او د جاني خيلو احتجاجي پرلت ته مېډيا هېڅ ځای نه وركول كېږي۔

علی وزیر وویل د عثمان كاكړ او جاني خيلو د يو مشر د وژنې په اړه د پلټنو عدالتي كمېشنونه خو جوړ شوي خو پکار ده چې کمېشنونه بااختياره هم وي.

علي وزير وويل چې ګاونډي هېوادونو سره زمونږ تګلارې په حواله سره د پارليماني كمېټۍ غونډه كې ټولې خبرې بغیر د فشار نه كول پكار دي

هغه وویل چې څوک هم ظلم كوي كه هغه امنيتي ادارې دي او كه بل څوک دوی به یې مخه نېسي. څوک هم سيمه كې ترهګرۍ ته وده وركوي او خانه جنګي پېدا كول غواړي "مونږ د داسې خلكو په ضد يوو."

علي وزير وویل وفاقي او صوبايي حكومتونو د پخوانۍ قبایلي سیمو سره په تېرو دریو کلونو کې یو لوظ هم نه دی پوره کړی. هغه زیاته کړه په نوي بجټ كې لوی دعوې شوي " او مونږ ته شین باغونه ښودلې كېږي."

۔ده د حكومت په اقتصادي تګلاره هم نيوكې وكړې او وې وئېل چې تېرو دريو كلونو كښې د ګرانۍ او بې روزګارۍ له وجې خلك سختو ستونزو سره مخ دي او غربت زيات شوې دې۔

د دې نه وړاندې د پاكستان پيپلز پارټۍ سيد خورشيد شاه٬سيد نويد قمر او نورو غړو په حكومت نيوكې وكړې او وې وئېل چې دې بجټ كې د عام اولس لپاره هېڅ نشته البته نور ټېكسونه پرې ولګول شوو چې له امله به يې ګراني زياته شي۔

دوي وويل چې په بجټ كې د محصولاتو وفاقي ادارې اېف بي آر ته د ټېكس نه وركولو خلكو د نيولو اختيار وركړی شوی دی چې بدې آغېزې به راوړي۔

د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين ايوان ته وويل چې په تېرو 74 كلونو كې په وړومبي ځل د غريب اولس لپاره يوه منصوبه وړاندې كړې شوې۔

ښاغلي ترین وویل چې د تېر حكومت 20 بلين ډالر خسارې له وجې پاکستان ايي اېم اېف ته لاړو او وروستو د كورونا وبا په سوب ملكي اقتصاد ته سخت زيان ورسېدو.

د خزانې وفاقي وزير سپيناوې وكړو چې د اېف بي آر چارواكو ته يې د ټېکس نه ادا کونکو د نيولو اختيار نه دی وركړې دغلته به اصلاحات کولی شي او چې كوم شته مند خلک ټېكس نه وركوي درېمه پارټي به د هغوي جانچ پړتال كوي او خپل رپورټ به د خزانې وزارت ته وړاندې كوي۔

وفاقي وزير زياته كړه چې دوي سره يو نيم كروړ د شتمند خلكو فهرست پروت دی او د تېرو حكومتونو په شان به دا خلک ټېکس نه ورکولو ته نه پرېږدي.

شوكت ترين وويل چې په نوي بجټ کې زراعت ته خاص پام شوی دی او د دې لپاره يې 63 ارب روپۍ بېلې کړي دي.

د خزانې وزیر ومنله چې په هېواد ګراني زياته شوې خو د دې بنيادي سوب د خوراكي څيزونو بيعې سوا كېدل دي۔

شوكت ترين وويل چې په بجټ كې هېڅ رقم غېر مستقیم ټېكسونه نه لګول كېږي البته هغه دوكانداران چې سېلز ټېكس خو د خلكو نه اخلي خو حكومت ته يې نه جمع كوي د هغوي نه به دا وصولوي۔

وروستو قامي اسمبلۍ د بجټ شكواره منظوري وركړه۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG