لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان یو عدالت د علامه خادم حسین رضوي عدالتي ریمانډ نور غځولی


پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد جوړ یو ځانګړي عدالت د سخت دریځه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي او د هغه ځینو نور ملګور عدالتي ریمانډ د روانې میاشتې ۱۶مې نېټې پورې غځولی.

په یاد عدالت کې دغه فیصله د نوموړي پرضد لګیدلي تورونو د یوې قضیې د اورونې پرمهال د خالي یا شنبې په ورځ په لاهور کې شوې. په نوموړي او د هغه په ملګرو د پارووکو ویناګانو، د شر او فساد خورولو، خلک د ریاست پرضد راپارولو او د ریاست پرضد ویناګانو تورونه لګول شوی.

په خادم حسین رضوي اؤ دهغه په نورو ملګرو پیرافضل قادري،علامه اعجاز اشرفي اؤ علامه فاروق الحسن تورونه دي چې تیرکال یې دسترې محکمې لخوا دعیسوي میرمنې اسیه بي بي د خوشې کولو دپاره پرېکړې په ضد زرګونو خلک اړي ګړي ته هڅولي وؤ.

دتحریک لبیک مشر علامه خادم حسین اؤ نور مشران د تیرکال په وروستیو کې وروسته له هغې نیول شوی چې په اسلام اباد کې یې د زرګونو سخت دریځو په ملاتړ یو پرلت مات کړو اؤ پردغه مهال ددغه ډلې په سوونو فعالین سړکونو ته راووتل،دولتي ودانیو،ګاډو اؤ دفترونو ته یې د زیان رسولو ترڅنګ عام خلک وټکول.

هغوئ د سترې محکمې په دې پرېکړه احتجاج کولو چې ولې یې عیسوي میرمنه اسیه بي بي د مذهب دسپکاوي د جرم نه پاکه ګرځولې اؤ دهغې د خوشې کولو امر یې کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG