لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې مېشته افغان کډوال وايي په پوهنتونونو کې د داخلو مشکلات لري


په دا ناسته کې د افغانستان کونسلرګری کوټې، د يو اين ايچ سي ار ا، افغان کډوالو کمشنرېټ ، د بلوچستان د تعليم د محکمې او د ايالت د بيلا بيلو پوهنتونو استازو، تعليم پوهانو او په بلوچستان کې مېشت د افغان کډوال زدکونکو تنظيم "ارسا" غړوګډون درلود
په دا ناسته کې د افغانستان کونسلرګری کوټې، د يو اين ايچ سي ار ا، افغان کډوالو کمشنرېټ ، د بلوچستان د تعليم د محکمې او د ايالت د بيلا بيلو پوهنتونو استازو، تعليم پوهانو او په بلوچستان کې مېشت د افغان کډوال زدکونکو تنظيم "ارسا" غړوګډون درلود

د بلوچستان ايالت په پوهنتونونو کې د افغان کډوال زدکونکو د داخلې ستونځه څنګه هواره شي ، په بيوټمز پوهنتون کوټه کې د ای، سي ار ايم ايس ( انټر نيشنل سينټر اف ريفيوجيز ايند مايګرېشن سټډيز ) تر نظارت لاندې يوه ورځنۍ ناسته وشوه.

په دا ناسته کې د افغانستان کونسلرګری کوټې، د يو اين ايچ سي ار ا، افغان کډوالو کمشنرېټ ، د بلوچستان د تعليم د محکمې او د ايالت د بيلا بيلو پوهنتونو استازو، تعليم پوهانو او په بلوچستان کې مېشت د افغان کډوال زدکونکو تنظيم "ارسا" غړوګډون درلود.

د اي سي ار ايم ايس استازي حمل اسلم وي او اې ډيوه ته وويل په غونډه کې د افغان کډوال زدکونکو پر تعليمي ستونځو بحث وشو ،په را روانه کې به يې د حل لاره لټوي.

د بيوټمز پوهنتون د فيکلټي اف لايف سانيسز مشر ډاکټر نذير احمد د پوهنتون په نمايندګۍ ډيوه ته وويل چې په تېرو اتلسو کالنو کې له بيوټمز پوهنتون څخه اتيا افغان کډوالو زدکونکو زدکړې تر لاسه کړې ، درې زدکونکي لا هم په پوهنتون کې داخل دي.

ښاغلي نذیر احمد وویل وايي بيوټمز پوهنتون کله هم د افغان کډوال زدکونکو مخه نه ده نيولې.

افغان زدکونکی سعدالدين ، وايي ټول ضروري اسناد يې پوره دي ، کومه نيمګرټيا نه لري خو بيا هم له تيرو څو کالو راهيسي افغان زدکونکو ته داخلې نه ورکول کيږي. هغه وايي د دې له امله هغه خپله او دريرشتو ته نيږدې نور افغان نارينه او ښځينه زدکونکي د لوړو زدکړو په تر لاسه کولو کې پاته راغلي دي.

په کوټه کې د افغان کونسلګری دويم سيکرټر محب الله امر خېل وايي دوی د افغان زدکونکو د ستونځو د هوارلو تر څنګ په ټول پاکستان کې د کډوال زدکونکو لپاره د سيټونو د زياته کولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشن (يو اين ايچ سي ار ) په نمانيدګي له ډيوه سره د خبرو کولو پر وخت محمد علي وويل چې افغان زدکونکي په پوهنتونو کې د داخلو پر وخت له مشکل سره مخ دي ۔ ښاغلي محمد علي زياته کړه چې دوی د پاکستان له مرکزي او د بلوچستان له ايالتي حکومت څخه غواړي چي د افغان زدکونکو لپاره يوه مکمله پاليسي يا تګلاره جوړي کړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG