لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لورالايي کې په پولیس د طالبانو په ځانمرگي حمله کې نهه تنان وژل شوي


دبلوچستان صوبې په لورالایي کې د پولیسو دمشر یا ډي ایي جي په دفتر یو ترهګریز برید کې د پولیس او ملکي وگړو په شمول نهه تنان وژل شوې او ١٨ نور زخمیان دي.

په دغه برید کې دوه برید کوونکي هم وژل شوي دي.

د نهې په ورځ دبلوچستان دپولیسو مشر محسن حسن بټ رسنیو ته وویل په لورالایي کې دپولیسو د ډي ایي جي په دفتر دا ترهګریز برید په داسې مهال وشو چې دغلته دپولیسو دبهرتي کولو دپاره د ازموننې عمل روان ؤ.

سرچینې وایي په دغه مهال وسله وال د ډي ایي جي دفتر ته ننوتل اؤ ناتاره ډزې یې پیل کړي چې په دغو ډزو ګڼ شمیر پولیس ا‌ؤ عام وګړي لګیدلي دي.

د لورالایي د سول هسپتال سرچینو په دې ترهګریز برید کې د وژل شوؤ عسکرو پیژندګلو د غلام محمد اؤ صادق په نومونو سره کړې ده.

دپولیس سرچینې وایي د ترهګرو د ډزو سره سم پولیسو هم د ترهګرو سره کلکه مقابله کړې اؤ دوه ترهګر یې وژلي دي.

ددغه پېښې سره سم مرستندویه کارمندان دپېښې ځائ ته رسیلي اؤ په پېښه کې دژوبل شوؤ کسانو روغتونونو ته د رسولو عمل یې پیل کړی.

دلورالایي دسول روغتون مشر ډاکټر فهیم وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې په دې ترهګریز برید کې ژوبل شوي ۱۳ کسان د لورالایي سول روغتون اؤ دوه نور پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

دپاکستاني طالبانو اړوند ترهګرې ډلې “عمر” د دې ترهګریز برید پړه پرغاړه اخستې اؤ په خپل یو بیان کې یې ویلي چې دغه برید ځانمرګو کړی دی.

طالبانو خپل دغه بیان پر داسې مهال مطبوعاتو ته ورکړی چې برید لا دوام لرلو اؤ هغوئ پخپل بیان کې ویلي چې برید کوونکي امنیتي عسکر په ګوته راټولوي اؤ وولي یې.

له دې پېښې وړاندې روانه میاشت کې دلورالایي په پوځي چاوڼۍ هم یو ترهګریز برید شوی ؤ چې پکې دپوځ څلور عسکر وژل شوي و

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG