لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان حکومت: د جام او رند اختلاف


په بلوچستان حکومت کې شامل ګوندونه وایي د اېتلاف د دوو مهمو ګوندونو د مشرانو تر منځه د کابینې د وزیرانو او حکومتي چارو په اړه اختلافونه رامنځته شوي دي.

هغه ایالت کې نږدې شل ورځې وړاندې د بلوچستان عوامي ګوند، تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او هزاره ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټیک ګوند اېتلافي حکومت کار پیل کړ، د نوي حکومت په کابینه کې نهه وزیران او څلور سلاکاران شامل دي او اعلا وزیر یي جام کمال خان دی چې تر ټاکنو وړاندي جوړ شوي بي اې پي ګوند مشر هم دی.

تائید شوي راپورونه وایي د جام کمال او د تحریک انصاف د ایالتي مشر سردار یار محمد رند تر منځه د کابینې په جوړوني، د وزیرانو په نومونو، حکومتي چارو او لویو پروژو اختلاف دومره زیات شوی چې وزیراعظم عمران خان ته یي د مداخلې خواست کړی دی.

د تحریک انصاف یو ویاند بابر یوسفزي د دې اختلاف پخلی کړی او وایي د دوی ګوند د حکومت غټ اېتلافي دی خو جام کمال نه د حکومت په جوړونه کې او نه هم د دوی د ګوند د وزیرانو په نومونو د ګوند له ایالتي مشر یار محمد رند سره هېڅ سلا مشورې کړې دي. د دې تر څنګ نوي حکومت له ترکیې سره د لمریزې انرژۍ غټه پروژه هم د کابینې او اسمبلی له منظورۍ پرته لاسلیک کړې ده.

یوسفزی وایي نورې هم داسي ‌‌‌‌‌‌ډېري چارې دي چې په کې تحریک انصاف او د اسمبلۍ غړي په باور کې نه دي اخستل شوي او دوی به په مناسب وخت د دې په اړه خبري وکړي ځکه چې دا وخت عمران خان پخپله د دې جاج اخلي. نوموړي دا خبره رد کړه چې گني اختلاف د اعلاوزیر په منصب باندي دی.

خو د بلوچستان عوامي ګوند یو مخکښ او د عامي روغتیا وزیر سردار نور محمد دومړ ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي د تحریک انصاف د خپل مشرتابه تر منځه اختلافات دي چې اوس یي پړه پر حکومت ور اچوي. سردار دومړ وایي د یار محمد رند ادعاګاني د شخصي ګټو لپاره دي او جام کمال د ایالت د ولس لپاره ټولنيز فکر لري.

د بلوچستان په اېتلافي حکومت کې د اختلافاتو په اړه پوره بحث په لانديني لینک اورېدلی شئ. کوربه یي نصیر کاکړ دی:

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:54:48 0:00

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG