لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان شخصي سکولونو د جون له لومړۍ نیټې څخه د ښوونځیو د پرانستلو اعلان کړی


​د کرونا له امله ، د 144 برخې د پلي کیدو له امله په کوټه کې د هرډول لاریونونو او له لسو څخه ډیرو خلکو راټولونه منع شوي دي. خو د شخصي ښوونځي مالکان او د دوی ښوونکو د بندیز په وړاندې په ښار کې لاریون وکړ
​د کرونا له امله ، د 144 برخې د پلي کیدو له امله په کوټه کې د هرډول لاریونونو او له لسو څخه ډیرو خلکو راټولونه منع شوي دي. خو د شخصي ښوونځي مالکان او د دوی ښوونکو د بندیز په وړاندې په ښار کې لاریون وکړ

د بلوچستان شخصي ښوونځیو اتحاديې د تعلیمي ادارو د بندیدو په اړه خبرداری ورکړ چې په ځانګړي توګه د کرونا وایرس له امله حکومت باید سمدلاسه د شخصي تعلیمي ادارو سره مالي مرسته وکړي.

​د کرونا له امله ، د 144 برخې د پلي کیدو له امله په کوټه کې د هرډول لاریونونو او له لسو څخه ډیرو خلکو راټولونه منع شوي دي. خو د شخصي ښوونځي مالکان او د دوی ښوونکو د بندیز په وړاندې په ښار کې لاریون وکړ. دا په تیره یوه نیمه میاشت کې په کوټه کې د خپل ډول لومړی احتجاج و ، چې د شخصي ښوونځي مالکان او ښوونکي د پریس کلب بهر راټول شوي وو

د بلوچستان د شخصي ښوونځیو د اتحاد مشر نظر بیریچ وویل چې شخصي ښوونځي د اوږدې مودې بندیدو له امله له جدي مالي بحران سره مخ وو. هغه وویل چې هغه نشي کولی د ښوونځي ښوونکو معاشونه یا بلونه ورکړي. هغه وویل چې د شخصي ښوونځي مالکان نن راټول شوي ترڅو حکومت ته ووایي چې دوی نور دا ښوونځي نشي پرمخ وړی نو د دوی کلي به حکومت ته و سپارل کیږي

هغه وايي چې حکومت باید دوی ته اجازه ورکړي چې شخصي ښوونځي پرانیزي یا دوی ته مالي مرسته ورکړي ترڅو دوی خپلو ښوونکو او نورو کارمندانو ته معاش ورکړي

د آل بلوچستان پروګریسیو ا سکولونو ایسوسی ایشن مشر نظر بیړ یچ د جون له لومړۍ نیټې څخه دشخصي ښوونځیو د پرانستلو اعلان وکړی.

حکومت باید سمدستي د بلوچستان ایجوکیشن فاونډیشن له لارې خصوصي ښوونځیو ته ملاتړ چمتو کړي ترڅو د دوی ستونزې حل شي

هغه وویل: " حکومت رخصتۍ د جولای تر 15 پورې غځول شوې چې له موږ سره مشورې نه کوي او زده کونکي د امتحان پرته بریالي شوي اعلان کړل شوي دي." د شخصي ښوونځیو اتحادیه د حکومت دغه پرېکړې یې په کلکه رد کړې دي.

اټکل کیږي چې په بلوچستان کې له 13 لک څخه ډیر د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان له اسکولوںو د باند ی دي.

یو زیات شمیر زده کونکي په بلوچستان کې په شخصي تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG