د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د پنجاب د نهو وګړو په شمول د ۱۱ کسانو له وژل کېدو وروسته د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي د صوبې په لویو سړکونو د امنیتي پوستو بیا د بحالولو اعلان کړی دی.
سرفراز بګټي رسنیو ته ویلي په نوشکي کې د وژل شوؤ کسانو د وینې غچ یا بدله به اخلي اؤ وایي په هر صورت به د ریاست ځواکمني پځای کوي.
اوړمه شپه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې نامعلومه وسله والو له یو بس د پنجاب نهه وګړي کوز کړي اؤ بیا یې وژلي وؤ ، په دغه پېښه کې ټول ۱۱ کسان وژل شوي وؤ چې وزیراعظم شهباز شریف یې هم غندنه کړې وه.
د بلوچستان وزیر اعلا سرفراز بګټي له دې پېښې وروسته ویلي چې د بلوچستان په ټولو لارو به د مسافرو حفاظت باوری کولی شي اؤ د چیک پوسټونو د بحالولو اعلان یې هم کړی دی.
د هغه وینا وه چې حکومت مذاکراتو ته هم تیار دی خو دا نه شي کیدای چې د بېګناه خلکو وینې دې وبهیولی شي.
هغه ویلي ، مونږ به خپل امنیتي پلان ته بیا د سره کتنه کوؤ اؤ چرته یې د ایف سي اؤ لیویز د ګزمو اړتیا وي هلته به دغه ګزمې کیږي .
سرفراز بګټي ویلي د ترهګرو تعقیب به کوؤ، د هغوي پر ضد به جګړه کوؤ ځکه چې د ترهګرو هیڅ مذهب نشته اؤ هغوي بېګناه خلک وژني.
تر دې وړاندې پروسکال د جون په میاشت کې د بلوچستان د هغه وخت حکومت صوبه کې په سړکونو د جوړو ټولو چیک پوسټونو په سمدستي توګه د ختمولو امر کړی ؤ اؤ دصوبایي حکومت له اجازې پرته یې دچیک پوسټونو په جوړولو بندیز لګولی ؤ.
په ستمبر کال 2021م کې دبلوچستان حکومت دصوبې یوازې په 18مقاماتو دچیک پوسټونو جوړولو اجازه ورکړې وه اؤ صوبې نه دټولو غیر ضروري چیک پوسټونو ختمولو لپاره یې یوه ګډه کاري کمیټه هم جوړه کړې وه.
Forum