لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ چاودنه کې د یو پوځي‌ میجر په ګډون 10عسکر اؤ دوه ماشومان ژوبل شوي


File Photo
File Photo

چارواکي وایي په بنو کې وسله والو په امنیتي ځواکونو بریدونه کړي چې پکې د یو پوځي میجر په ګډون څلور پوځيان اؤ شپږ پولیس ژوبل شوي اؤ وایي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې یو ترهګر هم وژل شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي چې تیره شپه د بنو د بکاخیل تحصیل په توچي پل سیمه کې وسله والو په امنیتي سرتیرو برید کړی.

یوې پوځي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ، ډیوه ته وویل ،د وسله والو د برید په مهال د پوځ اؤ وسله والو ترمنځ سخته نښته شوې چې په دغه نښته کې د یو پوځي میجر په ګډون څلور امنیتي پوځيان ژوبل شوي چې د علاج لپاره د بنو پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

دغه پوځي سرچینې وویل په نښته کې یو وسله وال هم وژل شوی چې جسد یې د پوځ په قبضه کې دې.

په سوشل میډیا د طالبانو سره تړاؤ لرونکو د حافظ ګل بهادر ډلې د اکاونټونو څخه ددې برید ذمه واري پغاړه اخستل شوې ده خو د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار لا تر دې ساعته په رسمي توګه په دې اړوند مطبوعاتو ته څه بیان نه دی جاري کړی دی.

په عین حال کې پولیس چارواکي وایي د ګل یا دوشنبې په شپه ناوخته په بنو سیمه کې وسله والو په پولیسو برید کړی چې پکې پینځه پولیس عسکر ژوبل شوي دي.

د بنو ضلعې د پولیسو مشر يا ډي پي او ښاغلي افتخار شاه د دې برید پخلی کړی اؤ ډيوه ويب ته یې ویلي چې پېښه د ګل یا دوشنبې په شپه ناوخته د ډومیل تاڼې په حدودو ټاون شپ مهاجر کمپ کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو د مشر له مخې ، دغلته نامعلومو وسله والو د پولیسو په ګاډي ډزې کړي اؤ بیا د دواړو خواؤ ترمنځه سخته نښته شوې ده. د پولیسو په وینا د وسله والو ډزو کې پینځه پولیس عسکر ژوبل شوي چې د علاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.

پولیس وایي ، د پېښې نه وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه د پېښې ځاي ته رسیدلي اؤ سیمه یې په ګیره کې اخستې خو وایي برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي. د دې برید مسولیت لا کومې وسله والې ډلې پغاړه نه دی اخستی.

په یوه بله پېښه کې د بنو سره په پوله پرته قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ماین په یوه چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي. د امنیتي سرچینو په وینا د ماین چاودنې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د میرامشاه د پوځي چاوڼۍ ترڅنګ رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي دغلته د پوځي‌چاوڼۍ نه بهر لګیدلي ازغن تار سره نزدې په دوؤ ماشومانو د نینځکې په څېر یو ماین خلاص شوی چې له امله یې د وسیم الله اؤ عمر خطاب په نومونو دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

دغه دواړه ماشومان خپلو کې د تره زامن ښودل کیږي چې د علاج لپاره د بنو ضلعي روغتون ته رسول شوي دي.

په دې وروستیو کې په پاکستان اؤ بیا په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د ترهګرۍ د پېښو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده چې د عامو خلکو تر څنګ پکې امنیتي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سنټر فار ریسرچ اینډ سیکیورټي سټدیز نومې ادارې ترمخه سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ او پرضد عملیاتو کې یې د ترهګرو په ګډون 430 کسان وژل شوي دي. راپور وايي، په دې کې د عامو خلکو او د امنیتي ځواکونو له ډلې څخه د وژل شویو کسانو شمېر 281 ده.

دغه ډول تر ټولو نه زیاته ترهګري یعنې 92 فیصده پېښې بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې رپورټ شوي. دغه شان بلوچستان صوبه کې په لومړیو دریو میاشتو کې د وژل شویو کسانو شمېره 178 ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG