د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي هندوستان په هغه موټر بم چاودنه کې لاس لري چې تېر کال په لاهور کې د لښکر طیبه ډلې د پخواني مشر حافظ سعید کور سره نژدې شوې وه.
اېسوسي اېټيډ پرېس خبري اداره وايي رانا ثناالله په یو خبري کانفرنس کې په هندوستان د لاهور په بم چاودنه کې د ککړتیا الزام پورې کړو.
د ۲۰۲۱ د جون په میاشت کې بم چاودنه کې درې کسان وژل شوي دي.
رانا ثناالله وویل د بم چاودنې په لړ کې پاکستان یو شمېر کسان ګرفتار کړي، عدالتونو پې مقدمې چلولي او سزا یې کړي دي.
هغه وویل د هندوستان هغه استخباراتي مامورینو د ګرفتارۍ دپاره به اسلام اباد د نړیوال پولیس، انټرپول، نه د مرستې غوښتنه کوي چې پاکستان پې د لاهور په بم چاودنه کې د ککړتیا شک کوي. هغه زیاته کړه چې پاکستان په دې لړ کې کوټلي ثبوت لري.
ای پي وايي د رانا ثناالله په خبرو د هندوستان دریځ معلومولو دپاره په سمدستي ډول د هند خارجه وزارت سره رابطه و نشوه.
ای پي وايي هندوستان په ممبۍ ښار کې د کال ۲۰۰۸ د حملو الزام په حافظ سعید او د هغه په کالعدم لښکر طیبه تنظیم لګوي. د ممبۍ په حملو کې د ۱۶۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
د امریکې د انصاف وزارت حافظ سعید ترهګر بللی او د په ګرفتارۍ کې د مرستې په سر يې د ۱۰ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.
ای پي وايي حافظ سعید ته عدالت د وسله والو د مالي مرستې په سر سزا ورکړې او دا وخت په قېد کې دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي