لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور یو مسلمان ډاکټر نېول شوی


د پاکستان پنجاب صوبې په ګجرات ښار کې د مذهب د سپکاوي په تور یو مسلمان ډاکټر نیول شوی او پرضد يې مقدمه درج شوې.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په ګجرات ښار کې د یو میډیکل کالج او استاد او ډاکټر پرضد د هغه شاګردانو لخوا د مذهب د سپکاوي شکایت وروستو د تحریک لبیک پاکستان ګڼ شمیر خلکو د دغه ډاکټر پرضد احتجاج پیل کړی وو.

د دغه احتجاج وروستو ځاېي انتظامېې د عالمانو یوه کمیټي جوړه کړه او د دغه کمیټۍ د فیصلې وروستو په دغه ډاکټر د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی او قضیه پيل شوی ده.

تحریک لبیک پاکستان د پنجاب پخواني ګورنر سلمان تاثیر قاتل ممتاز قادري په نامه جوړ شوی او په نژدیو ورځو کې يې د پنجاب په انتخابونو کې خپل کاندید هم ودرولی وو.

د پنجاب صوبې پخواني ګورنر سلمان تاثير په کال ۲۰۱۱م کې د یوې عیسايي میرمن اسیه بي بي د جیل نه د خوشي کولو او د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه کوله چې هم د هغه خپل محافظ ممتاز قادري په رڼا ورځ د خپلو نورو عسکرو ملګرو په موجودګۍ کې په ډزو اووژلو.

ممتاز قادري تيزندي شوې خو د هغه په لکونو پلویانوپه سر ښار اسلا اباد کې دهغه په قبر یو دربار جوړ کړی دی او روزانه ورته په سوونو خلق د ثؤاب ګټلو په خاطر ورځي.

په پاکستان کې په کال ۱۹۸۶م کې د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د پخواني پوځي امر جنرال ضیا الحق په وخت کې جوړیدو را په دیخوا تر اوسه قهرژنو خلکو په سونو حملی کړي او د مسلمانانو په شمول يې ګڼ شمیر غیر مسلمه په جیلونو کې هم بند دي.

د بشري حقونو نړيوالې ډلې د پاکستان د حکومت نه دمذهب دسپکاوي موجوده قانون کې دبدلون غوښتنې کوي خو څیړونکي وایي چې په دغه هیواد کې د موجودو تندلارو له ویرې پارلیمان په دغه قانون کې د بدلون ګام نه شي اخستی.

پاکستان کې د مذهب سپکاوي په تور نیول شوي ډاکټر نوره قیصه د اورنګزیب خان په دې رپورټ کې په لاندیني لنک واورئ.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG