د پاکستان مرکزي حکومت د کال 2024م 25م مالي کال دپاره د 18,900 اربه روپو قامي بجټ وړاندې کړو، چې پکې د راتلونکي مالي کال دپاره 12,970 اربه روپو د ماليې يا ټېکس هدف کېښودی شو. په بجټ کې د سود د ادايګيانو دپاره 9775 اربه روپۍ او سبسډيانو په برخه کې 1363 اربه روپۍ اېښودی شوي دي.
قامي بجټ د خزانې وزير محمد اورنګزېب په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړو او د هغه د وينا په وخت مخالفه غړو د حکومت مخالفه او (ګو نواز ګو) نعرې وهلې. د سني اتحاد کونسل غړو په اسمبلۍ کې احتجاج وکړو او د بجټ اسناد یې شلولي دي.
له دغې وړاندې د اپوزيشن مشر عمر ايوب ویلي وو، بجټ ردوي او تور یې لګولی چې حکومت څيزونه په مصنوعي طريقه سېوا کړي دي.
په بجټ کې د دفاع دپاره 2122 اربه روپۍ او د پرمختيايي منصوبو دپاره پکې 1500 روپۍ اربه روپۍ اېښودل شوي دي.
په بجټ کې د سرکاري ملازمينو په تنخاګانو کې د لمړي سکېل نه تر 16م پورې 25فیصده او د 17م نه تر 22م سکېل پورې سرکاري افسرانو په تنخاګانو کې 22 فيصده اضافه تجويز کړل شوې ده.
د ريټايرډ ملازمينو د پنشن 15 فيصده اضافې تجويز شوی دی.
دغه ډول په بجټ کې حکومت کم نه کم د مياشتې اجرت د 36,000 روپو مقررولو وړانديز وکړو، له دې وړاندې حکومت کم نه کم اجرت 32,000 روپۍ مقرر کړی وو.
په بجټ کې د مالي کال دپاره د قامي پرمختيا يا جي ډي پي شرحه 3.6 فيصده او د ګرانۍ شرحه 12 فيصده مقرر کړل شوې ده.
روان مالي کال 2023م 24م کې د پرمختيا شرحه 2.4 فيصده وه.
په نوي بجټ کې د ماليې د هدف په اړه ويل شوي، د تېر کال په مقابله کې د راتلونکي مالي کال دپاره ماليه 38 فيصده سېوا کړل شوې ده، او د کال په سر د شپږ لکه روپو امدن والا تن به د انکم ټېکس نه مستثنا وي.
په بجټ کې په پټروليم مصنوعاتو پټروليم ډويپلمنټ ليوي د 60 روپۍ ليټر نه 80 روپو ته د زياتولو تجویز شوی دی.
په موبايل ټيليفونونو18 فيصده جنرل سېلز ټېکس لګول شوی دی.
د خزانې وزير ويلي، د ملک غټې هوايي اډې به اوټ سورس يا خرڅول کيږي خو واک به یې د پاکستان سره وي، او په دغه لړ کې به د اسلام اباد هوايي اډه لومړی اوټ سورس کولی شي.
د قامي اسمبلۍ د غونډې نه وړاندې د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د مرکزي کابينې غونډه شوې او د کابينې د غړو په اعتماد کې اخستو وروسته د نوي مالي کال دپاره د بجټ منظوري ورکړل شوې وه.
Forum