لاس رسیدونکی لینک

 
په چین کې د خپرېدونکي کرونا وایرس دلاسه خلکو د مرگونو شمېره ٢٠ ته ورسېده
تازه خبر

په چین کې د خپرېدونکي کرونا وایرس دلاسه خلکو د مرگونو شمېره ٢٠ ته ورسېده


د پاکستاني چارواکو په وینا پاکستان ته هره اونۍ یا په یوه هفته کې ۴۰ نېغ په نیغه یا ډاېریکټ او یا د نورو هیوادونو نه تړلي یا ان ډاېرېکټ فلاېټونه یا د مسافر الوتکې راځي. دغه جهازونه د پاکستان دریو لویو ایرپورټونو کراچۍ، لاهور او سرښار اسلام اباد ته راځي
د پاکستاني چارواکو په وینا پاکستان ته هره اونۍ یا په یوه هفته کې ۴۰ نېغ په نیغه یا ډاېریکټ او یا د نورو هیوادونو نه تړلي یا ان ډاېرېکټ فلاېټونه یا د مسافر الوتکې راځي. دغه جهازونه د پاکستان دریو لویو ایرپورټونو کراچۍ، لاهور او سرښار اسلام اباد ته راځي

په چین کې د کورونا واېرس د زیاتیدونکو پېښو وروسته پاکستاني چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې په هیواد کې به په هوايي ډګرونو یا ایرپورټونو د ګاونډي هیوادونو او د چین نه راتلونکي مسافرو څارنه یا معاینه کوي.

د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او تر دې دمه د کورونا واېرس ۵۰۰ کېسونو پخلی کړی او د دغه واېرس د لاسه تر اوسه ۲۰ تنه مړه شوي چې ټول په چین کې وو.

په پاکستان کې د چین د بیلینونو ډالرو سرمایه کارۍ منصوبې یا سي پېک وروسته د چین او پاکستان تر منځه د مسافرو تګ راتګ سېوا شوی او پاکستان ته د زرګونو په شمیر چینايي کارکونکي هم سفر کوي.

د پاکستاني چارواکو په وینا پاکستان ته هره اونۍ یا په یوه هفته کې ۴۰ نېغ په نیغه یا ډاېریکټ او یا د نورو هیوادونو نه تړلي یا ان ډاېرېکټ فلاېټونه یا د مسافر الوتکې راځي. دغه جهازونه د پاکستان دریو لویو ایرپورټونو کراچۍ، لاهور او سرښار اسلام اباد ته راځي.

د پاکستان د صحت مرکزي ریاستي وزیر ظفر مرزا وي او ای ته ویلي دغه هوايي ډګرې یا اېیرپورټونه د چین نه راتلونکو خلکو د راتګ ځایونه دي. او د صحت نړیوالو قوانیونو لاندې په دغه درې واړه اېیرپورټونو د راتلونکو مسافر معاینه شورو شوې.

خو نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه پاکستان کې د کورونا وایرس هیڅ یوه پېښه نه ده ريکارډ شوې دغه وایرس د چین ووهان ښار کې رامخې ته شوی.

د ظفر مرزا تر مخه د لاهور، اسلام اباد کراچۍ په لوې هسپتالونه هم دایرپورټونو سره د څارنې د یو نظام لاندې تړل شوي. هم دغه شان سمندري لارې او د سړک لارې هم دي. نوموړي د پاکستان سرکاري ریډیو ته ویلي د چینايي سفارتخانو سره د بیړنۍ حالاتو لپاره ګامونه اخېستل شوي چې دا خبره یقیني شي چې پاکستان کې کار کونکي ګڼ شمیر چینایان چې د نوي کال لمانځلو لپاره خپل وطن ته تللي، په واپس راتلو يې سخته څارنه وشي.

د پاکستان د صحت د مرکزي وزیر تر مخه د پاکستان حکومت د خپل چینايي همنصبو او د صحت نړیوالې ادارې چارواکو سره مسلسل په رابطه کې دي چې په قامي کچه د څارنې او مخنیوي نظام قوي کړي.

چینايي چارواکو د کورونا واېرس د پېښو رپورټونو وروسته د زیارت په ورځ د ووهان صوبې محاصره کړې چې د دغه واېرس د خوریدو مخه ونیسي. د ۱۱ میلینه ابادۍ په ووهان سیمه کې اولسي ګاډي یا پبلګ ټرانسپورت تړل شوی. هوايي اډې یا اېیر پورټونه او ریل ګاډي تړل شوي او ځايي اوسیدونکو ته ویل شوي چې د ښاره دې بهر نه ووځي.

د صحت نړیوال پوهان وايي د دغه ناورغۍ د مخنیوي هڅې کوي خو دغه واېرس تازه دی او په اړه يې ډیر څه معلومات نشته.

دغه ناروغي د څاروو نه انسانانو ته لږي. خو ساېنسپوهان دا خبره موندلې چې د انسانانو نه انسانانو ته ددې د لږیدلو امکان هم شته. د صحت چاروکو خبرداری ورکړی چې چا ته دا واېرس لږیدلی وي هغه ته دې ډیر نه نژدې کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG