د پاکستان په رنگ د یو اسلامي هیواد خلاف مسلح جنگ او ځانمرگي حملې غیر اسلامي اقدامات دي. دا اعلان د علماؤ د یوې غونډې ورسته شوی دی.
د امت پاکستان تنیظم په انتظام لاهور کې شا او خوا ٢٠٠ دیني عالمانو د غونډې ورسته اعلامیه کې وویل شو د اسلامي هیواد خلاف د مسلح جدوجهد کونکو خاتمه ضروري ده.
اعلامیه کې دا هم ویل شوي ماشومان د پولیو مرض نه بچ ساتلو دپاره هغوي ته ویکسین یا څاڅکې ورکول غیر اسلامي فعل نه دی بلکه په څاڅکو ورکونکو حمله کونکې غیر اسلامي کار کوي.
په دې اړه نور تفصيل اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال الیاس خان رپورټ کې دلته اوریدی شۍ