لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا اوکراین سره دایټمي ټیکنالوژۍ دشریکولو په تورونو اسلام اباد دمسکو نه سپیناوی غوښتی


د روسي سينيټر ايګور موروزوف بيان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو  وزارت ویاند عاصم افتخار "موږ په دومره غلط او بې اساسه بیان حیران یو، د روسي سینټردا بیان بې دلیله او د پاکستان او روسیې د اړیکو د روح خلاف دی
د روسي سينيټر ايګور موروزوف بيان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو  وزارت ویاند عاصم افتخار "موږ په دومره غلط او بې اساسه بیان حیران یو، د روسي سینټردا بیان بې دلیله او د پاکستان او روسیې د اړیکو د روح خلاف دی

پاکستان وروسته له هغې د روس څخه سپیناوی غوښتی چې د روسیې یوه سنیټر ایګور موروزوف تور لګولی چې پاکستان او اوکراین په دې وروستیو کې د جوهري وسلو د جوړولو پر ټیکنالوژۍ خبرې کړي او په دې اړه د اوکراین یوې ډلې د پاکستان سفر هم کړی دی-

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان د لارې ويلي د روسیې سينيټر دغه بيان غلط او بې بنياده دی-

د دفاعي چارو څیړونکي وایي پاکستان په وروستو کې دخپل جوهرې پروګرام د حفاظت په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي او دا چې دا پر پاکستان ډیپلوماټیکي فشار او دبدنامولو هڅې کیدای شي-

د روسي سينيټر ايګور موروزوف بيان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار "موږ په دومره غلط او بې اساسه بیان حیران یو، د روسي سینټردا بیان بې دلیله او د پاکستان او روسیې د اړیکو د روح خلاف دی"

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې د بیان په اړه پاکستان له روس څخه وضاحت غوښتی دی-

روسي سینیټر ایګور مورزوف تیره ورځ ادعا کړې وه، چې اوکراین او پاکستان په دې وروستیو کې د جوهري وسلو د جوړولو د ټکنالوژۍ په اړه خبرې کړې دي.

هغه ادعا وکړه چې په دې اړه د اوکراين د کارپوهانو یوې ډلې د پاکستان سفر کړى دی-

دغه روسي سینیټر دغه څرګندونې د «اوکراين اټومي هڅونه: څوک ورته اړتيا لري؟» تر سرليک لاندې په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

خو دغه روسي سیاست مدار د خپلو ادعاو د تاید لپاره کوم قانع کوونکي شواهد وړاندې نه کړل چې ګواکې اسلام اباد مخکې د روس او اوکراین په روانه جګړه کې وسلې استولې وې.

ددفاعي چارو څیړنکار لیفټیننټ جنرل طلعت مسعود وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي څوک دا فکر هم نه شي کولی چې پاکستان د یوکراین سره جوهرې ټیکنالوژې شریکولي شې-

دهغه په وینا دا یوه" خطرناکه خبره ده چې دغه رنګه ګنګوسې خورې کړی شي، ددې مقصد دا کیدای شي چې پر پاکستان یو شک وي او پری نظر وساتل شي،او بدنامه کړی شې چې د اوږدې مودې راهسې پرله پسې مخې ته راځي"

دوې زیاتوي پاکستان دخپلو جوهري اثاثو خوندیتوب د پاره کوټلي ګامونه پورته کړي او ددې د خوندي ساتلو د پاره امریکا څخه هم مرستې ترلاسه کړې شوې وې-

د تیر اکتوبر په ۱۵مه نیټه د امریکا صدر جو بایډن هم ویلې وو چې پاکستان د نړی خطرناکه هیوادونو کې یو دی ځکه چې جوهرې نظام یې محفوظ نه دی-

پاکستان دامریکایي صدر دا څرګندونې رد کړې وې او پر دې معامله یې د امریکا سفیر راغوښتلی اؤ ورته یې احتجاج هم کړی ؤ.

روسې سینیټر ایګور مورزوف دا هم ویلي چې د یوکراین د 'ډرټې بم' د جوړولو توان له هیچا پټ نه دی، ګواښ یو حقیقت دی، خو د مالي سرچینو نشتوالی د دوی اصلي ستونزه ده.

د دفاعې چارو کارپوهه پروفیسر حسن عسکرې وي او اې ډیوه سره خبرو کې دا یوازې یو بیان ګرځوي او وایي پاکستان د تیرو وختونو راهسې د جوهرې پروګرام په اړه محتاطه رویه خپله کړې ده.

"پر پاکستان یو ډیپلوماټيکي فشار اچول کیږي- داسې څه کوټلی ثبوب نه دی تر لاسه شوی چې پاکستان د یوکراین سره څه ټیکنالوژي شریکه کړې"

هغه زیاتوي ترڅو چې د ډرټې بم تعلق دی نو ددې د پاره د جوهرې وسلې په څېر ټیکنالوژي ضرورت نه وي-

تر دې وړاندې هم د امریکا او نړۍ له اړخه وخت په وخت د پاکستان د جوهرې پروګرام په اړه اندیښنې ښودل شوې دي.

ایټمې سائنس پوهه ډاکټر عبدالقدیر خان چې د پاکستان د ایټمي پروګرام مشر او بنسټګر ؤ، پرې تور و چې هغه د جوهرې پروګرام په اړه صلاحیتونه او تیکنیکونه د شمالې کوریا په شمول د نور هیوادونو سره شریک کړي وو-

د دغه تورونو له امله ډاکټر عبدالقدیر خان د پخواني پوځي امر پرویز مشرف په واک کې کال ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۹ پورې په کور کې نظر بنده هم ساتل شوی و-

کال ۲۰۰۱ کې د ترهګرې زیاتیدو په مهال دا اندیښنې نورې هم زیاتې شوې وې چې ترهګرې ډلې د پاکستان پر جوهرې پروګرام قبضه ونه کړي-

خو پاکستان مدام دغه تورونه رد کړي او وایي د پاکستان جوهرې پروګرام د سختې څارنې اؤ حفاظت لاندی د نړیوالې ادارې IAEA د اصولونو تر مخه کار کوي-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG