د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې د بجلۍ اؤ اوړو په نرخونو کې د اضافې په ضد د جواینټ ایکشن کمیټۍ په غږ پیل شوي احتجاجونه د تشدد په ډکو پېښو بدل شوي اؤ رپورټونه وایي چې د خالي په ورځ د مظاهره چیانو اؤ پولیسو تر منځ نښتو کې یو پولیس افسر وژل شوی اؤ په لسګونو نور کسان ژوبل شوي دي.
د تشدد څخه له ډکو احتجاجونو پیل کېدو وروسته (د پاکستان د واک لاندې) د کشمیر وزیراعظم چوهدري انوار الحق عوامي ایکشن کمیټې ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده اؤ ویلي یې دي چې حکومت یې د هغوي هرې غوښتنې منلو ته تیار دی.
د وي او ای اردو د رپورټ له مخې د خالي په ورځ د جواینټ ایکشن کمیټې د احتجاج په غږ په زرګونو خلک د بجلۍ اؤ اوړو په نرخونو کې د اضافې خلاف سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ ځای پځای ددغو مظاهره چیانو اؤ پولیسو تر منځ نښتې هم شوې دي.
د میر پور سره نزدې په اسلام ګړ سیمه کې د مظاهرینو سره په نښته کې د تهوتهال میر پور پولیس تاڼې مرستیال ایس ایچ او سب انسپکټر عدنان فاروق وژل شوی اؤ په لسګونو نور کسان ژوبل شوي دي.
رپورټ وایي چې پولیسو تر 100ؤ زیات مظاهره چیان نیولي هم دي.
په سوشل میډیا خپرو شوؤ یو شمیر ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې پولیس په مظاهره چیانو ډزې کوي، اوښلن ګازونه پرې کاروي اؤ په کوتکونو یې وهي.
په مظفر اباد کې د پولیس د مرکزي کنټرول روم له مخې د کوټلی ضلعي روغتون ته 40 زخمیان وړل شوي چې پکې 12 پولیس عسکر اؤ نور مظاهره چیان شامل دي.
جواینټ ایکشن کمیټې دعوه کړې ده چې مظفر اباد کې د پولیسو په تشدد 36 کسان ژوبل شوي اؤ 60 نور نیول شوي دي خو د مظفر اباد ډپټي کمشنر ندیم جنجوعه بیا د 28 کسانو د نیول کېدو پخلی کړی دی.
د پاکستان د واک لاندې د کشمیر وزیراعظم چوهدري انوار الحق له دغه پرتشدده احتجاجونو وروسته عوامي ایکشن کمیټې ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده.
د خالي په شپه ناوخته په کشمیر هاوس اسلام اباد کې یو بیړني مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې وزیراعظم انوار الحق ویلي عوامي ایکشن کمیټی که د اوړو اؤ بجلۍ نرخونو کې د رعایتونو غوښتو تر څنګ په هره غوښتنه مذکرات کول غواړي نو حکومت ورسره په پراخه زړه خبرو اترو ته تیار دی.
هغه ویلي عوامي ایکشن کمیټي که په هره کچه مذاکرات کول غواړي را دې شي اؤ د ستونزو هواری دې د خبرو له لارې راوباسي.
انوار الحق ویلي چې حکومت د خپلو ایتلافي ګوندونو سره د مشورې په رڼا کې کې د بجلۍ اؤ اوړو په نرخونو کې لا نورو رعایتونو ورکولو ته چمتو دی اؤ که ولس ته ددې رعایتونو ورکولو پسر حکومت ته ترقیاتي بجټ کمول ورپغاړه شي نو هم به یې کم کړي خو په بجلۍ اؤ اوړو به ولس ته رعایت ورکړي.
Forum